د پي ټي آئي حكومت نه پس د هېواد تشخص ښه شوے ٬ په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ښه كېږي ٬ برټس ايئروېز بيا پاكستان لپاره پروازنه پېل كوي٬ المان او اروپائي هېوادونه به هم د خپلې ټرېول اېډوائزرۍ جاج اخلي٬ سیاسی استحکام ترلاسه شوې٬ اوس به معاشي استحكام ترلاسه كوٶ٬

زمونږ اقتصادي ډلې د معاشي پرمختګ تږ لاره وړاندې كړې چې له مخې به ئې د هېواد معيشت په حقيقي معنو كښې مخ په وړاندې لاړ شي٬ ځائي او خارجي سرمايه كارو له به آسانۍ وركوٶ٬ په ټېكس ريټرنز جمع كولو كښې مثبت رجحان رامخې ته شوې٬ د ماضي سياستمدارو زرداري او نواز شریف چې كوم سياست كولو ھغه او خپل آخري الېكشن ئې هم كړې٬ تېر حكومت د ډالر قدر تر سلو روپو ساتلو لپاره 7 اربه ډالره خرڅ كړي٬ د لانچونو او ماډلز د لارې ئې په مني لانډرنګ پېسه بهر هېواد ته منتقل كړې ٬ اسحاق ډار به بېرته راځي او پېسې به هم راوړي٬ د اسحاق ډار نه زيات مونږ د روپو هېواد ته د راوړلو په طمعه يو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلې دي د پي ټي آئي حكومت نه پس د هېواد تشخص كښې ښه والې راغلې ٬ په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ښه كېږي ٬ برټس ايئروېز بيا پاكستان لپاره پروازنه پېل كوي٬ المان او اروپائي هېوادونه به هم د خپلې ټرېول اېډوائزرۍ جاج اخلي٬ سیاسی استحکام ترلاسه شوې٬ اوس به معاشي استحكام ترلاسه كوٶ٬ زمونږ اقتصادي ډلې د معاشي پرمختګ اېجنډا وړاندې كړې چې له مخې به ئې د هېواد معيشت په حقيقي معنو كښې مخ په وړاندې لاړ شي۔

وفاقي وزير دا خبرې په اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ اقتصادي ډلې د معاشي پرمختګ اېجنډا وړاندې كړې چې له مخې به ئې د هېواد معيشت په حقيقي معنو كښې مخ په وړاندې لاړ شي۔ ده ووئيل ځائي او خارجي سرمايه كارو ته به آسانۍ وركوٶ٬ په ټېكس ريټرنز جمع كولو كښې مثبت رجحان رامخې ته شوې٬ وفاقې وزير ووئېل د ماضي سياست سرخېل زرداري او نواز شریف چې كوم سياست كولو ھغې ئې كړې او خپل آخري الېكشن ئې هم كړې٬ ده ووئېل تېر حكومت د ډالر قدر تر سلو روپو ساتلو لپاره 7 اربه ډالره خرڅ كړي٬ د لانچونو او ماډلز د لارې ئې په مني لانډرنګ پېسه بهر هېواد نه منتقل كړې ٬ ده ووئېل اسحاق ډار به بېرته راځي او پېسې به هم واپس راوړي٬ د اسحاق ډار نه زيات مونږ د پېسو هېواد ته د راوړلو منتظر يو كومې چې اسحاق ډار بهر وړې دي۔

د دې نه وړاندې چېمبرآف کامرس ته په رسېدو د چېمبر صدر احمد حسن مغل د وفاقي وزير هركلے وكړو او سپاسنامه ئې وړاندې كړه۔ وفاقي وزیر ووئيل فارن ريزرو زياتولو او آدائيګۍ كولو لپاره زمونږ معاشي ډلې اقدامات كړې چې په سبب ئې نن په معاشي اېجنډا كار پېل شوې او د دې كرېډټ وفاقي وزير اسد عمر او حماد اظهر ٬ عبدالرزاق داؤد، هارون شریف لري۔ چوهدري فواد ووئيل تېر وخت كښې برآمدات ته هېڅ پام نه دې شوې ٬ درآمدات زياتېدل او مونږ د 900 ميلونه دالونه او د 1100 مېليونه ډالرو پام آئل درآمد كول٬ ده ووئېل درآمدات كمولو او برآمدات زياتولو ته اړتيا د۔

د اطلاعات وزير ووئيل امریکې سره اړيكې مخ په بهترۍ دې او نن امريكې طالبانو سره د خبرو اترو په پېل كېدو د پاكستان مننه كړې ۔ ده ووئيل د كرتارپورہ پوله پرانستلو سره د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته شوې كوم چې د معاشي زاويې نه هم ډېر مهم اقدام دے۔ ده يوې پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل په كال 1960 كښې پاكستان نړۍ كښې په فلم جوړولو هېوادونو كښې په درېم لمبر ٶ او دا مهال يوازې 187 سېنما سكرين لرو ٬ ده ووئېل تر څو چې دا شمېره 1100 ته نه وي رسېدلې فلم انډسټري بحالېدې نه شي۔

وفاقي وزير په دې صنعت كښې كاروباري ورورولۍ ته د سرمايه كارۍ كولو وړاندېز وكړو۔ ده ووېيل په پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ پاليسۍ كار كوٶ دغسې چې د سنيما جوړولو او د فلم انډسټرۍ ډاډګيرنه وكړې شي۔ ده ووېيل ارزانې ډارمې درآمد كولو سره د هېواد ډرامه انډسټري ستونزو سره مخ ده او دې لپاره اېف بې آر د خارجي ډرامو درآمد د رېګولېټ كولو امر كړې ۔