هڅې كوو چې په راروان سپليمنټري بجټ كښې په حام مال ډيوټي كمه كړې شي دغسې چې د صنعتي څانګو ډاډګيرنه اوشي ۔د وزيراعظم د صنعت او تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد مېډيا سره خبرې

هڅې كوو چې په راروان سپليمنټري بجټ كښې په حام مال ډيوټي كمه كړې شي دغسې چې د صنعتي څانګو ډاډګيرنه اوشي ۔د وزيراعظم د صنعت او تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د وزيراعظم د صنعت او تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي هڅې كوو چې په راروان سپليمنټري بجټ كښې په حام مال ډيوټي كمه كړې شي دغسې چې د صنعتي څانګو ډاډګيرنه اوشي٬د پاكستان انجينئرنګ څانګې ته لا پرمختګ وركولو سره برآمدات كښې ښه والې راتللې شي۔د نهې پھ ورځ د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد مېډيا ته ووئيل د هېواد په صنعتي څانګه كښې د پرمختګ زيات صلاحيت شته٬د انجينئرنګ څانګې ته پرمختګ وركولو سره پھ دې كښې ښه والې راوستلو سره د برآمدات اهداف ترلاسه كېدې شي۔ده ووئيل يوازې د ټېكسټائل په څانګه انحصار كافې نه دے۔