اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د كشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې چوهدري غلام عباس په كشمير كښې يو مېړنې سپوت وو٬چوهدري غلام عباس خپلې مخلصې مشرۍ سره كشميري اولس ته د آزادۍ شعور وركړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د رئيس الاحرار چوهدري غلام عباس 51مې كليزې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه۔ده ووئيل چې چوهدري غلام عباس د كشمير تحريك آزادۍ لپاره بې شمېره قربانۍ وركړې٬هغه د قائداعظم محمد علي جناح د آزادۍ كاروان يو عظيم ملګرے وو٬هغه د خپلې مخلصې مشرۍ سره كشميري اولس ته د آزادۍ شعور وركړې۔
ده ووئيل چوهدري غلام عباس د جمو كشمير آزادۍ لپاره تر مرګه ھڅې روانې ساتلې۔علي امين ګنډا پور ووئيل چې د چوهدري غلام عباس د پاكستان سره مينه بې مثاله وه٬ټول پاكستانې قوم د چوهدري غلام عباس خذماتو ته د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل چې چوهدري غلام عباس د كشمير يو مېړنې سپوت وو۔