اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) سېنېټ فاټا ته خېبر پختونخوا كښې د ضم كېدو په وخت د اېن اېف سي ايوارډ درې فيصد وركولو او د سيمې زلمو ته د روزګار 20 زره نوې موقعو وركولو وعدې په اړه قرارداد په يوه خله منظور كړو۔ د نهې په ورځ په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړې شو۔ په دې د ريونيودوهم وزير حماد اظهر ووئيل په اړه قرارداد كښې د بيان كړې شوې وعدې په اېن اېف سي سېكرټرېټ كښې هېڅ ريكارډ نشته۔
ده ووئيل اېن اېف سي ايوارډ سره په اړوندو معاملاتو به په راروانه غونډه كښې غور كولې شي۔ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئيل د اتلسم بدلون نه وروستو زمونږ د پارلمان تر ټولو لوئې كار د فاټا ضم كول وو د كوم چې ټولو پارلماني سياسي ګوندونو ملاتړ كړې وو۔ ده ووئيل 50 ارب روپۍ فاټا له وركولې شي او 100 اربه روپۍ به نورې وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ د فاټا اولس سره يوو۔
وزیراعظم د قطبي وزيرستان دورې په مهال چې كوم فنډز اعلان كړې دي هغه به فاټا ته وركولې شي۔ سناتور محمد ايوب ووئيل وزيراعظم سره ملاقات كښې فاټا لپاره د درې فيصد وركولو خبره شوې وه۔ مونږ سره كړې لوظونه دې وپاللې شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په دې اړه وعده كړې دې او د خزانې وزير ذمه واري ئې لګولې ده چې هغه دې صوبو سره خبره وكړي او د اېن اېف سي درې فيصده فاټا له د بېلولو په معامله دې پېشرفت وكړي۔ د بشري حقونو وفاقي وزيرې شیریں مزاری ووئيل مونږ به ددې قرارداد مخالفت نه كوو۔ وروستو چيئرمېن د قرارداد په اړه رائې ترلاسه كړې۔ چيئرمېن د رايو كثرت سره د قرارداد منظوري وركړه۔