سېنېټ د زكاة او عشر په نظام او په اسلامي معاشي نظام د عملدرآمد په اړه د قرارداد منظوري وركړه

سېنېټ د زكاة او عشر په نظام او په اسلامي معاشي نظام د عملدرآمد په اړه د قرارداد منظوري وركړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) سېنېټ د زكاة او عشر په نظام او په اسلامي معاشي نظام د عملدرآمد په اړه د قرارداد منظوري وركړې ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښی په دې لړ كښې سناتور مشتاق احمد قرارداد وړاندې كړو۔ په دې د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري ووئيل چې د اتلسم بدلون نه وروستو زكاة كونسل ختم كړې شوې دې او اوس د زكاة معامله صوبو ته تلې ده۔ د وفاق په كچه يوازې د زكاة جمع كولو كار پاتې شوې دې۔ كه صوبو لپاره ايوان كومه لارښودنه كوي يا مشوره وركوي نو مونږ ته هېڅ اعتراض نشته۔ وروستو ايوان د قرارداد منظوري وركړه۔