افتخار دراني او یوسف بېګ مرزا د نجي ټي وي چېنل د ژوبل شوي كېمرمېن عيادت وكړو

افتخار دراني او یوسف بېګ مرزا د نجي ټي وي چېنل  د ژوبل شوي كېمرمېن عيادت وكړو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د وزیراعظم ميډيا لپاره خاص مرستيال افتخار دراني او یوسف بېګ مرزا د نهې په ورځ د نجي ټي وي چېنل د ژوبل شوي كېمرمېن سيد واجد علي څوك چې په پمز روغتون كښې بستر دے عيادت كړې۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې افتخار دراني ووئيل تېره ورځ د پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف د ګن مېن په خبريال تشدد د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوې د كومې چې مونږ غندنه كوٶ۔

ده ووئيل په كېمرمېن د تشدد فوټېج مو كتلې دا خطرناك بريد ٶ خو لوي څښتن ھغوي بچ كړي۔ ده ووئيل په پېښه كښې ككړ دوه كسان نيولې شوې۔ ده ووئيل د تېرو دريو څلورو لسيزو راهسې د عدم برداشت رؤيه راروانه وه كومه چې بايد اوس ختمه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نواز شريف صادق او امين نه دے او سپريم كورټ هم نااهله ګرځولې۔ په دې موقع یوسف بېګ مرزا ووئيل د كېمره مېن د تشدد پېښې په ضد سمدستي كاروائي شوې او بيا لپاره به دا ډول پېښې نه برداشت كوٶ۔ ده ووئيل مونږ د وزيراعظم په وېنا د كېمره مېن تپوس پوښتنې له راغلې يو۔