د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر پاكستان ته په آسانۍ رالېږلو لپاره جديد پليټ فارم له"ډيجيټل چلينجر بينك"جوړولې شي۔د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري اے پي پي سره خبرې

د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر پاكستان ته په آسانۍ رالېږلو لپاره جديد پليټ فارم  له

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز17دسمبر 2018ء) د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره ترسيلات زر پاكستان ته په آسانۍ رالېږلو لپاره جديد پليټ فارم له"ډيجيټل چلينجر بينك"جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان خپل هېواد ته روپو رالېږلو له د هنډې لار خپلوي ځكه چې د بينكنګ سسټم په ځاې هغوي ته د هنډې لار خپله ښكاري خو مونږ هغوي له جديد پليټ فارم وركولو له كار كوو۔

ده ووئېل په دې حقله سمندر پورې غاړه پاكستانيانو وزارت د خزانې وزير اسد عمر له بريفنګ وركړې او د هغې منظورۍ له به اوس وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل په راروانه مياشت كښې به د قطر دوره كوم٬د ليبر مكنزم سېل پنځه كسيزه پلاوې به هم زما سره وي٬د دورې په مهال به د قطر چارواكو سره د پاكستانيانو لپاره د نوكرو په حقله په پېشرفت خبرې اترې كوو۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ستونزې كمولو له وزارت په زړه پورې كار كوي۔