د پاكستان مسلم ليګ (ن) د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې مشاورتي غونډه

د پاكستان مسلم ليګ (ن) د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې مشاورتي غونډه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز17دسمبر 2018ء) د پاكستان مسلم ليګ (ن) محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د ګوند د اعلی كچې مشاورتي غونډه د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د مخالفې ډلې مشر په چېمبر كښې وشوه۔ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر میا شهباز شریف، پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسی، احسن اقبال، رانا تنویر حسین، میاں جاوېد لطیف، مریم اورنګزېب، مشاهد حسېن سید او د سردار ایاز صادق په شمول د ګوند نورو لارښودو ګډون وكړو۔

غونډه كښې د ګوند په تنظيمي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال په ګرد هېواد كښی د ګوند فعاله كولو په حقه ميا نواز شريف ته بشپړه بريفنګ وركړې شو۔ غونډه كښې د هېواد په تازه سياسي وضعه او د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټيو جوړولو او د سپيكر لخوا د خواجه سعد رفيق د پروډكشن ارډر اجراﺀ او په دې لړ كښې د ګوند په تګلاره هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔