د ډبليو اېچ او په ګرده نړۍ او پاكستان كښې د پوليو ختمولو هڅې د ستائنې وړ دي۔ د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني

د ډبليو اېچ او په ګرده نړۍ او پاكستان كښې د پوليو ختمولو هڅې د ستائنې وړ دي۔ د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز17دسمبر 2018ء) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) په ګرده نړۍ او پاكستان كښې د پوليو ختمولو لپاره هڅې د ستائنې وړ دي۔ حكومت د روغتيا څانګې لپاره د سركاري خرڅونو زياتولو عزم كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا د نړيوال تنظيم ډبليو اېچ او سيمه ايز ډائرېكټر سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔

ده ووئيل په سيګرېټ او شربتونو د هېلت ټېكس نافذ كولو وړاندېز جاج اخلو۔ ده ووئيل هېلت ټېكس څخه آمدن به د روغتيا په منصوبو مصرف كولې شي۔ په نړيوالو قوانين عملدرآمد له لوظي يؤ۔ ده وئيل د هېلت كارډ دائره كار به تر ټولو ضلعو پراخه كولې شي۔ په اېچ آئي وي او ټي بي په ترجيحي بنيادونو كار كوو۔ دې سره سره حكومت د هېلت انشورنس سكيم د پاكستان تر ټولو ضلعو رسولو عزم كړې كوم څخه به چې نزدې 8 كروړه وګړي استفاده وكړي۔ ده ووئيل د رنځونو مخنيوي له په ټول هېواد كښې د رنځونو تشخيص او درملنو نظام پياوړې كولې شي۔ ده وئيل د روغتيا وزارت ټي بي او د اېچ آئي وي په ډول رنځونو ته خاص پاملرنه كوي