مخالفه ډله قامي اسمبلۍ كښې غېر جمهوري طرز عمل اختياروي ٬د قامي اسمبلۍ كاروائي چلولو لپاره مخالفې ډلې له رعايت وركړې شو خو هغوي د ايوان كاروائي چلولو ته چمتو نه دي ٬مخالفه ډله په چغو سورو وهلو د آصف علي زرداري او نواز شريف د مقدمو څخه ځان خلاصول غواړي٬

پارليمان كښې په نېب او حكومت د ټكونو په ځاې قانون سازۍ او قامي مسئلو ته پام كول پكار دي٬فيلګ شپ ريفرنس آخري پړاؤ ته رسېدلې ٬نواز شريف به ډېر زر په زندان كښې وي٬د رانا ثناﺀ الله په ضد د ماډل ټاؤن پېښې په مقدمه كښې زر تر زره كاروائي پكار وه ٬د پي ټي آئي حكومت اولس سره كړې لوظونه به تر سره كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن جهلم كښې مېډيا سره خبرې

مخالفه ډله قامي اسمبلۍ كښې غېر جمهوري طرز عمل اختياروي ٬د قامي اسمبلۍ كاروائي چلولو لپاره مخالفې ډلې له رعايت وركړې شو خو هغوي د ايوان كاروائي چلولو ته چمتو نه دي ٬مخالفه ډله په چغو سورو وهلو د آصف علي زرداري او نواز شريف د مقدمو څخه ځان خلاصول غواړي٬ 
پارليمان كښې په نېب او حكومت د ټكونو په ځاې قانون سازۍ او قامي مسئلو ته پام كول پكار دي٬فيلګ شپ ريفرنس آخري پړاؤ ته رسېدلې ٬نواز شريف به ډېر زر په زندان كښې وي٬د رانا ثناﺀ الله په ضد د ماډل ټاؤن پېښې په مقدمه كښې زر تر زره كاروائي پكار وه ٬د پي ټي آئي حكومت اولس سره كړې لوظونه به تر سره كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن جهلم كښې مېډيا سره خبرې

جهلم (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي مخالفه ډله په قامي اسمبلۍ كښې غېر جمهوري طرز عمل اختياروي ٬د قامي اسمبلۍ كاروائي چلولو لپاره مخالفې ډلې ته رعايت وركړې شو خو هغوي د ايوان كاروائي چلولو لپاره چمتو نه دي٬مخالفه ډله په چغو سورو وهلو د آصف علي زرداري او نواز شريف د مقدمو څخه ځان خلاصول غواړي٬په پارليمان كښې په نېب او حكومت د ټكونو په ځاې قانون سازۍ او قامي مسئلو ته پام پكار دے ٬فيلګ شپ ريفرنس آخري پړاؤ ته داخل شوې٬نواز شريف به ډېر زر په زندان كښې وي٬د رانا ثناﺀ الله په ضد د ماډل ټاؤن پېښې په مقدمه كښې زر كاروائي پكار وه ٬د پي ټي آئي حكومت اولس سره كړې لوظونه به تر سره كوي۔

ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ جهلم كښې مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل مونږ د قامي اسمبلۍ كاروائي چلولو لپاره مخالفې ډلې ته رعايت وركړو خو هغوي د ايوان كاروائي چلولو له چمتو نه دي٬د مخالفې ډلې ګټھ پھ دې كښې ده چې هغوي شور شغرب او هله ګوله وكړي٬ ده ووئېل عمران خان د وزيراعظم منتخب كېدو سره چې په وړومبي ځل اسمبلۍ ته راغلو نو اپوزېشن هغه وېنا كولو ته پرې نه ښودو او وې وئېل تر څو چې د ټاكنو په اړه كمېټۍ جوړه كړې شوي نه وي مونږ به احتجاج كوو٬په كومه چې حكومت كمېټۍ جوړه كړه او بيا هغوي د نېب په قوانين كښې د بدلون په اړه احتجاج كولو٬ ده ووئېل ځكه اپوزېشن سره د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم خبېر وكړې او اوس هغوي د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن په معامله احتجاج كولو٬مونږ د هغوي د خوښې د پي اے سي چيئرمېن لګولو سره هغوي له رعايت وركړو٬ ده زياته كړه خو هغوي د سپيكر د پراخه زړه۔

وړاندېز قبلولو په ځاې د نوې بهانې څخه نن هم په ايوان كښې هنګامه آرائي وكړه ٬ ده ووئېل د خواجه سعد رفيق ضمانت هائي كورټ مسترد كړې٬د قامي اسمبلۍ سپيكر قواعد او ضوابط تر مخه د هغه پروډكشن آرډر جاري كولو په اړه پريكره كول غوښتل خو اپوزېشن په دې بهانه د اسمبلۍ څخه واك آؤټ وكړو۔ده ووئيل قامي اسمبلۍ د نېب بره كورټ آف ګورنر جوړه كړې شوې ٬ټول ملزمان قامي اسمبلي د صفائۍ وركولو لپاره كاروي حالانكه دوې له د اولس د مسئلو په حل كولو خبره پكار ده ٬ وفاقې وزير ووئېل په هېواد كښې د اوبو نشتوالې ٬معاشي مسئلې٬آئي اېم اېف سره خبرې اترې٬د چين او سعودي عرب سره د اړيكو په چارو بحث كول پكار دي خو قامي اسمبلي د نېب د ملزمانو اكهاړا جوړه شوې ٬ چې ورسره د قامي اسمبلۍ كاركردګي او وقار مجروح كېږي۔

ده ووئيل مخالفه ډله شور كولو سره د آصف علي زرداري او نواز شريف د مقدمو څخه ځان خلاصول غواړي٬هغوي په تېرو وختونو كښې لوټ كړې پيسه محفوظول غواړي٬هغوي په ټولو مقدمو كښې د اېن آر او لپاره د حكومت او نېب په ضد 24 ساعته شور كوي خو دوي ته به اېن آر او ترلاسه نه شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل پاكستان تحريك انصاف په خپل منشور عمل كولو سره اولس ته رېليف وركول غواړي او په معيشت كښې ښه والې راوستل غواړي۔

د خزانې وزير د دې مقصد لپاره د قطر په دوره تللې۔فواد چوهدري ووئيل په كال 2013 كښې په هېواد كښې د ګاز كوم بحران نه ؤ او د ګاز په محكمه يوه روپۍ قرضه نه وه٬خو پنځه كاله پس چې كله نواز شريف حكومت پرېښودو نو دا محكمه 157 اربه روپۍ قرضه وړې وه ۔ده ووئيل تجربه لرونكې ډلې چې څنګه د پي آئي اے٬سټل ملز٬ګاز٬برېښنا٬راډيو٬ټېلي ويژن او نورو محكمو بېړۍ غرقه كړی مونږ د دغې ادارو زره زره راغونډوو او نوې پاكستان جوړوو۔

ده ووئيل د تحريك انصاف قيادت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګوند په منشور عمل كولو سره به د كركيلې او معيشت پھ اړه انقلاب راولي٬مونږ مخ په وړاندې روان يو۔ده ووئيل په حكومتونو كښې د پاتې خلقو بې امتيازه احتساب كېږي٬تحريك انصاف كله په حكومت كښې نه دې پاتې٬يوازې په خېبرپښتونخوا كښې ئې حكومت كړې او هلته نېب پلټنې كوي۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ كار قانون جوړول دي٬د شهباز شريف او د هغه ګوند په بليك مېلنګ كولو قامي اسمبلۍ كار ته نه پرې ږدي۔

د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ په نېب كښې څوك نه دي بهرتې كري٬دا خلق د نواز شريف او د شاهد خاقان عباسي په وخت كښې بهرتي شوي۔ده ووئيل رانا ثناﺀ الله د ماډل ټاؤن په پېښه ډېر وړاندې نيول پكار وو۔ده ووئيل د اے پي اېس د پېښې نه پس صوبائي حكومت د سكولونو٬كالجونو په مېدانونو كښې د رخصتۍ نه پس د زده كوونكو په لوبو كولو بندېز لګولې۔په دې حقله د وزيراعظم سره خبره شوې چې د ماشومانو د رجسټرېشن نه پس د هغوي لپاره د لوبو مېدانونه پرانستل پكار دي۔

د اطلاعات وزير ووئيل په پي ټي وي كوم سنسرشپ نشته٬سركاري مېډيا اپوزېشن له په زړه پورې كورېج وركوي۔ده ووئيل په جهلم كښې ښه بېسټ منيجمنټ سسټم جوړوو٬په لاهور كښې 8 زره سړي سر او په راجنپور كښې 2400 روپۍ په يو سړي خرڅ كېږي۔د متبادل بجټ د لارې دا مسائل حل كېدې شي كوم له چې مونږ هڅه كوو۔ده ووئيل جهلم كښې د وولټج كمې لرې كولو له ګامونه پورته كوو او د ګاز د پرېشر مسئله به هم حل كولې شي۔

ده ووئيل د تجاوزات په ضد عملياتو كښې د غريبانانو استوګنې به نه غورځوو خو دكمرشل كارونكو په ضد به كاروائي كوو۔د تجاوزات په ضد كاروائۍ كښې جهلم كښې 2 نيم زره كناله زمكه راخلاصه كړې شوې۔وفقاېوزير ووئيل په پنډ داد نخان كښې به روغتون لا ښه كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فليګ شپ ريفرنس ترسره كېدونكې دے او ډېر زر به نواز شريف په زندان كښې وي۔