د سېنېټ غونډه ٬ د پير صابر شاه په ميډيا ټرائل او د خواجه سعد رفيق د پروډكشن آرډر په نه جاري كېدو د اپوزيشن علامتي واك آؤټ

د سېنېټ غونډه ٬ د پير صابر شاه په ميډيا ټرائل او د خواجه سعد رفيق د  پروډكشن آرډر په نه جاري كېدو د اپوزيشن علامتي واك آؤټ

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) سېنېټ كښې اپوزيشن د مسلم ليګ (ن) سناتور او پخواني اعلی وزير پير صابر شاه په اړه په ميډيا رامخې ته كېدونكي خبرونه ميډيا ټرائل ګرځولو سره ايوان څخه علامتي واك آؤټ كړے ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په پېل سېنېټ كښی د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق ووئيل پير صابر شاه له نېب ته وړاندې كېدل دي۔ چې ميډيا ته شي نو په دې اړه نېب كوم نوټس نه دې جاري كړې۔ دې ته ميډيا ټرائل وائي۔ مونږ د دې غندنه كوو۔ د خواجه سعد رفيق استحقاق جوړېږي چې د قامي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون له ئې پروډكشن آرډر جاري كړې شي۔ مونږ په دې حقله د غونډې نه واك آؤټ كوو۔ دغسې اپوزيشن د غونډې نه علامتي واك آؤټ وكړو۔