د پي اے سي مشري مخالفې ډلې له د وركولو د پرېكړې هركلے كوٶ۔ د محمد جمال الدین ميډيا سره خبرې

د پي اے سي مشري مخالفې ډلې له د وركولو د پرېكړې هركلے كوٶ۔ د محمد جمال الدین ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د جمعیت علماﺀ اسلام (ف) د قامي اسمبلۍ غړي محمد جمال الدین وئيلي دي د پي اے سي مشري د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف ته د وركولو د پرېكړې هركلے كوٶ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل آخر حكومت 130 ورځې پس د پي اے سي پحقله سمه پرېكړې كړې٬ جے يو آئي ئې هركلې كوي٬ كه حكومت دغسې سمې پرېكړې كوي نو چلېږي به ۔ ده ووئيل شهباز شريف د پي اے سي چيئرمېن جوړولو پحقله حكومت په مجبورۍ پرېكړه كړې خو د دې باوجود په حكومت آفرين وائيو۔ده ووئيل حكومتي غړي دي په اسمبلۍ كښې خپله رويه بدله كړې۔