د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬لوېديز روټ د سي پیك مهمه پروژه ده٬په بلوچستان كښې به د انفراسټركچر او بندونو پروژې د پي اېس ډي پي له مخې هم ترسره كولې شي۔

د منصوبه بندۍ پرمختګ٬اصلاحات او شماريات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان سره ملاقات كښې خبرې

د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬لوېديز روټ د سي پیك مهمه پروژه ده٬په بلوچستان كښې به د انفراسټركچر او بندونو پروژې د پي اېس ډي پي له مخې هم ترسره كولې شي۔
د منصوبه بندۍ پرمختګ٬اصلاحات او شماريات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د منصوبه بندۍ پرمختګ٬اصلاحات او د شماريات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬لوېديز روټ د سي پیك مهمه پروژه ده٬په بلوچستان كښې به د انفراسټركچر او بندونو پروژې د پي اېس ډي پي له مخې هم ترسره كولې شي۔ده دا خبرې د اسلام آباد په بلوچستان هاؤس كښې د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان سره د ملاقات په مهال وكړې۔

په دې موقع بلوچستان سره تعلق لرونكي سناتوران او د قامي اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔په ملاقات كښې د دسمبر په 20مه نېټھ د سي پېك د جے سي سي د تيارې جاج واخستلې شو۔په دې موقع وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ووئيل لوېديز روټ د سي پیك مهمه پروژه ده۔ده ووئيل د لوېديز روټ د ژوب ډېره اسماعيل خان سېشن پروژه د جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ په ايجنډا شامله ده۔

د دې لويې لارې جوړېدو سره به د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په لرې سيمو كښې پرمختګ ممكن شي۔ده ووئيل د جے سي سي غونډه كښې به د ګوادر په پروژو مهم پرمختګ كېږي۔د سي پېك له مخې به په سماجي څانګه كښې د پرمختګ يو شمېر پروژې پېل كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د سماجي څانګو په پروژو كښې به بلوچستان ته مناسبه برخه وركولې شي۔د سماجي څانګې پروژې به د دريو كلونو په موده كښې ترسره كولې شي۔

۔وفاقې وزير ووئيل د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان د سي پېك د لوېديز روټ پروژه د جے سي سي په ايجنډا د شاملېدو د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل د سماجي څانګې پروژو سره به د بلوچستان پرمختګ ممكن شي٬په دې لړ كښې د وفاقي حكومت د مرستې سخت ضرورت دې۔ده ووئيل په بلوچستان كښې د بندونو پروژو سره به د اوبو په سخت بحران قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي۔په بلوچستان كښې د سي پېك د انفراسټركچر پروژو ترسره كېدو سره به په پاتې سيمو كښې پرمختګ ممكن شي۔