د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر په نه جاري كېدو اپوزيشن د غونډې نه واك آؤټ وكړو

د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر په نه جاري كېدو اپوزيشن د غونډې نه واك آؤټ وكړو

اسلام آباد ۔ (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر په نه جاري كېدو د احتجاج په توګه د اپوزيشن ټولو ګوندونو ايوان څخه واك آؤټ كړے ۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل غوښتنه وكړه چې د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر دې جاري كړې شي۔ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف ووئيل مونږ درې ورځې څخه د خواجه سعد رفيق د پروډكشن آرډرز غوښتنه كوو۔

سپیکر ووئيل په دې اړه مونږ قانوني مشاورت كړې۔ راجه پروېز اشرف هم مطالبه وكړه چې د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر دې جاري كړې شي۔ دې سره د اپوزيشن ټولو غړو ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔ مولانا جمال الدین هم د خواجه سعد رفيق د پروډكشن آرډر جاري كولو غوښتنه وكړه او ايوان څخه ئې واك آؤټ وكړو۔