د پي ټي آئي حكومت نېك نيت سره د هېواد بهترۍ لپاره كار كوي۔د پاكستان تحريك انصاف نوي ټاكل شوي سناتور وليد اقبال اے پي پي سره خاص خبرې

د پي ټي آئي حكومت نېك نيت سره د هېواد بهترۍ لپاره كار كوي۔د پاكستان تحريك انصاف نوي ټاكل شوي سناتور وليد اقبال اے پي پي سره خاص خبرې

اسلا آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) د پاكستان تحريك انصاف نوي ټاكل شوي سناتور وليد اقبال وئېلي دي چې د پي ټي آئي حكومت نيك نيت سره د هېواد بهترۍ لپاره كار كوي٬معيشت مونږ ته په بد حالت كښې په لاس راغلې چې بهترۍ لپاره يې د حكومت معاشي ډله شپه او ورځ كار كوي۔ده دا خبرې اے پي پي سره د خاص خبرو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې د سېنېت غړي په جوړولو د پي ټي آئي د مشرتابه مننه كوم٬په سېنېټ كښې به قانون سازۍ او نورو چارو لپاره خپل صلاحيتونه پكار راولم٬د 100 ورځو په ايجنډا خبرې كولو سره ده ووئيل چې د پي ټي آئي د مشرتابه د محنت په نتيجه كښې په وړومبو 100 ورځو كښې د وزارتونو په كاركردګۍ كښې ځانګړې بهتري راغلې۔

د يادونې وړ ده چې سناتور وليد اقبال د چوهدري محمد سرور په خالي كړې شوې چوكۍ د تحريك انصاف لخوا سناتورټاكل شوې۔وليد اقبال به(نن)د جمعې په ورځ د سېنېټ د غړي په توګه سوګند اخلي۔