د قدرتي وسيلو لرونكي بلوچستان د ټولو نه لويه مسئله د ګورننس ده٬د طاقتور لپاره يو قانون او د كمزوري لپاره بل قانون دے٬پھ تېر دور كښې د بلوچستان پرمختيائي فنډز كښې ډېر كرپشن شوې٬

اوسنې حكومت د تېر حكومت نه مختلف دے٬په نوې بلدياتي نظام كښې به پرمختيائي فنډز په كلي والو سيمو لګولې شي ٬سي پیك به د بلوچستان لپاره پرمختيائي او د خوشحالۍ ور ثابت شي۔د وزيراعظم عمران خان د قلعه سېف الله كېډټ كالج زده كوونكو سره خبرې

د قدرتي وسيلو لرونكي بلوچستان د ټولو نه لويه مسئله د ګورننس ده٬د طاقتور لپاره يو قانون او د كمزوري لپاره بل قانون دے٬پھ تېر دور كښې د بلوچستان پرمختيائي فنډز كښې ډېر كرپشن شوې٬ 
اوسنې حكومت د تېر حكومت نه مختلف دے٬په نوې بلدياتي نظام كښې به پرمختيائي فنډز په كلي والو سيمو لګولې شي ٬سي پیك به د بلوچستان لپاره پرمختيائي او د خوشحالۍ ور ثابت شي۔د وزيراعظم عمران خان د قلعه سېف الله كېډټ كالج زده كوونكو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د قدرتي وسيلو لرونكي بلوچستان صوبې د ټولو نه لويه مسئله ګورننس ده٬د طاقتور لپاره يو قانون او د كمزوري لپاره بل قانون دے٬پھ تېر حكومت د بلوچستان پرمختيائي فنډز كښې ډېر كرپشن شوې٬موجوده حكومت د تېر حكومت نه مختلف دے٬په نوې بلدياتي نظام كښې به پرمختيائي فنډز په كلي والو سيكولګولې شي ٬سي پیك به د بلوچستان لپاره پرمختيائي او د خوشحالې ور ثابت شي۔

ده دا خبره د شورو په ورځ د قلعه سېف الله كېډټ كالج زده كوونكو سره په خبرو كښې كړی۔په ملاقات كښې د دفاعي پیداوار وفاقي وزيره زبيده جلال هم موجود وه۔د بلوچستان بېلو سيمو سره تعلق لرونكي د قلعه سېف الله كېډټ كالج زده كوونكو كېډټس د وزيراعظم سره د بلوچستان په مجموعې صورتحال٬ مسئلو٬تعليم او نورو موضوعاتو خبرې وكړې۔پھ دې موقع وزيراعظم زده كوونكو سره په خبرو كښې ووئيل د بلوچستان صوبې تر ټولو لويه مسئله ګورننس ده٬دا صوبه قدرتي وسائل لري٬خو د وروستيو حكومتونو بدانتظامې له امله صوبه پسماندګۍ سره مخ شوې۔

وزيراعظم د سوئټزر لينډ مثال وركولو سره ووئيل په سوئټزرلينډ كښې وسائل محدود دي خو د ګډ ګورننس له امله سوئټزرلينډ نن د اروپاﺀ ځينو هېوادونو څخه هم زيات پرمختګ كړې۔ده ووئيل چرته چې كرپشن كېږي هلته اولس د پسماندګۍ ښكار كېږي۔وزيراعظم د مدينې رياست او خلافت راشده مثال وركولو سره ووئيل زمونږ نبي پاك(ص)ډې د رياست كوم پياوړې اصول جوړ كړي پھ هغې عمل كولو سره مسلمانان د محدودو وسائلو باوجود د نړۍ مشري كړی۔

ده ووئيل د ټولنې رغونې او پرمختګ لپاره تعليم د ټولو نه ضروري څيز دے۔وزيراعظم عمران خان په زده كوونكو زور راوړو چې خپله ټوله توانائۍ د تعليم په ترلاسه كولو خرڅ كړی۔د بلوچستان په سماجي او معاشي حالات خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل د بدقسمتۍ له امله په بلوچستان كښې د طاقتور لپاره يو قانون او د كمزوري لپاره بل قانون دے٬پھ تېر حكومت كښې د بلوچستان پرمختيائي فنډز كښې ډېر كرپشن شوې٬موجوده حكومت د تېر حكومت نه مختلف دے ٬ ده ووئېل په نوې بلدياتي نظام كښې به پرمختيائي فنډز په كلي والو سيمولګولې شي ٬ دغسې چې د اولس د ضروريات له مخې دا پرمختيائي فنډز په صحيح توګه كارول باوري كړی شي۔

د سي پېك او ګوادر په تعمير خبره كولو سره وزيراعظم عمران خان هيله څرګنده كړه چې سي پیك به د بلوچستان لپاره پرمختيائي او د خوشحالې باب ثابت شي۔د اوبو په مسئله وزيراعظم عمران خان ووئيل حكومت پھ بلوچستان كښې د اوبو سنګين صورتحال څخه خبر دے ٬د اوبو وركولو په مسئله قابو موندلو لپاره جامع پلاننګ٬د اوبو سم كارونه او د جديدې ټېكنالوجي كارولو ضرورت دے۔ده وئيل په دې لړ كښې د لږدې مودې ٬وسط او د اوږې مودې منصوبه بندي روانه ده۔