د پاكستان او ايران ترمينځه د مكران لوي ساحل د دواړو هېوادونو لپاره د پرمختګ لاره ده ٬د مكران ساحل په انفراسټركچر سرمايه كاري د دواړو هېوادونو وقار په ځاې ساتلې شي۔د ايران د سيستان ولايت والي احمد علي مجتبٰی

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) د ايران د سيستان ولايت والي احمد علي مجتبٰی وئېلي دي د پاكستان او ايران ترمينځه د مكران اوږد ساحل د دواړو هېوادونو لپاره د پرمختګ لاره ده ٬د مكران ساحل په انفراسټركچر سرمايه كاري د دواړو هېوادونو وقار په ځاې ساتلې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د بلوچستان چيف سېكتر اختر نذير سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره تېره ورځ په زاهدان كښې ملاقات كولو۔

د ايران والي ووئيل د چاه بهار او ګوادر بندر ځايونه هم مكران ساحل لپاره د پرمختګ څانګې كېدې شي۔ده ووئيل په پولو د منډيانو او د فري اقتصادي ځايونو جوړولو پشمول د پاكستان او ايران د بندرځايونو صلاحيتونه په كار راوستلو سره د دواړو هېوادونو د اولس په ژوند كښې بهتري راتللې شي۔د بلوچستان چيف سېكتر اختر نذير ووئيل د ګوادر بندر پرمختګ به د پاكستان په پرمختګ كښې مهم كردار تر سره كړي۔