د ايوان كاروائي د قواعدو او ضوابطو له مخې چلول زما فرائض دي٬د حكومت او اپوزېشن تجربه لرونكي غړې دې د ايوان كاروائي په موثره توګه چلولو لپاره خپل كردار ترسره كړي٬ټول غړې دې د قائمه كمېټو د جوړېدو او د قانون سازۍ په لار كښې د پېدا شوو خنډانو لرې كولو لپاره راوړاندې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د متحده مجلس عمل پارليماني پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

د ايوان كاروائي د قواعدو او ضوابطو له مخې چلول زما فرائض دي٬د حكومت او اپوزېشن تجربه لرونكي غړې دې د ايوان كاروائي په موثره توګه چلولو لپاره خپل كردار ترسره كړي٬ټول غړې دې د قائمه كمېټو د جوړېدو او د قانون سازۍ په لار كښې د پېدا شوو خنډانو لرې كولو لپاره راوړاندې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د متحده مجلس عمل پارليماني پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د متحده مجلس عمل پارليماني پلاوي ملاقات كړې۔په ملاقات كوونكو كښې د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالاكبر چترالي٬آفرين خان٬زاهد اكرم دراني٬محمد انور٬اسد محمود٬منير خان اوركزئي٬محمد جمال الدين٬عبدالشكور٬عبدالواسع٬كمال الدين٬صلاح الدين ايوبي٬عصمت الله٬سيد محمود شاه٬جيمز اقبال٬عاليه كامران او شاهده اختر علي شامل وو۔

په غونډه كښې حكومتي وزيران د دفاع وزير پروېز خټك٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د پارليماني چارو دوهم وزير علې محمد خان په خاص توګه رابللې شوي وو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل ما لپاره د اسمبلۍ ټول غړي د تعظيم او قدر وړ دي٬د ټولو ګوندونو غړو ته مساوي حقونه وركول زما وړومبنۍ ترجيح ده٬ ده ووئېل زما د ژوند زياتره برخه د علماﺀ كرامو او د ديني حلقو په صحبت كښې تېره شوې۔

په اېم اېم اے كښې زياتره غړي علماﺀ كرام دي او زه دوي سره ښه رغبت لرم۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د ايوان كاروائي د قواعدو او ضوابطو له مخې چلول زما په فرائضو كښې شامل دي ځكه ځينې وخت حكومتي او د اپوزېشن مشران ناخوښه ليدلې كېږي۔ده ووئيل اپوزېشن او حكومت د ايوان دوه برخې دي او د دوي د لارې قانون سازي كېدې شي۔زه خواست كوم چې د حكومت او اپوزېشن تجربه لرونكي غړې دې د ايوان كاروائي په موثره توګه چلولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔

ده ووئيل د رائے اختلاف ساتل د هر غړي او ګوند حق دې خو ماحول ښه ساتل د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ده ووئيل ټول غړې دې د قائمه كمېټو د جوړېدو او د قانون سازۍ په لار كښې د پېدا شوو خنډانو ختمولو لپاره راوړاندې شي۔په دې موقع د متحده مجلس عمل لخوا سپيكر ته په ښه ډول د ايوان كاروائي د چلولو باور وركړی شو او وې وئېل اېم اېم اے به د حكومت نرم خوي او لچك لرونكو مشرانو سره په ګډه ماحول سازګار ساتلو لپاره كردار ترسره كړي٬په ملاقات كښې د قانون سازۍ عمل فوري او موثره كولو لپاره تجويزونه هم وركړې شول۔