اولس مشر سره د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري ملاقات وكړود سعودي باچا ته به د نوې مردم شمارې له مخې د پاكستان د حج په كوټه كښې د اضافې كولو خواست كوو۔ ډاكټر عارف علوي

اولس مشر سره د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري ملاقات وكړود سعودي باچا ته به د نوې مردم شمارې له مخې د پاكستان د حج په كوټه كښې د اضافې كولو خواست كوو۔ ډاكټر عارف علوي

مدينه منوره (پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير اولس مشر ته سعودي عرب سره د حج لوظنامو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د مذهبي چارو د وزارت له مخې د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات كړے۔

د مذهبي چارو وفاقي وزير اولس مشر ته سعودي عرب سره د حج لوظنامو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاكستاني حاجيانو په كوټه كښې 5 زره اضافه خوشبينه وګرځوله۔ اولس مشر ووئيل چې هغه به د سعودي باچا سلمان سره په خپل ملاقات كښې د نوې مردم شمارې له مخې د پاكستان د حج په كوټه كښې د اضافې كولو خواست وكړي۔ د ملاقات نه پس ډاكټر نورالحق قادري اولس مشر سره يو ځائي په روضه رسول حاضري وكړه۔ په دې موقع د هېواد او ملت خوشحالې او پرمختګ لپاره خاص دعاګانې هم وغوښتل شوې۔