د بې امتیازه احتساب لپاره نېب قوانين كښې بدلون پكار دے٬ بايد د سياستمدارو پشمول د ټولو يو برابر احتساب وكړې شي٬ مونږ د ایوب٬ یحیٰ٬ ضیاء او مشرف دورونه هم ليدلي او اوس به هم فشار نه قبولوٶ٬ نېب سياسي مقاصدو لپاره كارولې كېږي د پیپلز ګوند مركزي لارښودو سیّد نیئر بخاري ، مولا بخش چانډیو او فرحت الله بابر د ګډې خبري كنفرنس

د بې امتیازه احتساب  لپاره نېب قوانين كښې بدلون پكار دے٬ بايد د سياستمدارو پشمول د ټولو يو برابر احتساب وكړې شي٬  مونږ د ایوب٬ یحیٰ٬ ضیاء او مشرف دورونه هم ليدلي او اوس به هم فشار نه قبولوٶ٬ نېب سياسي مقاصدو لپاره كارولې كېږي د پیپلز ګوند مركزي لارښودو سیّد نیئر بخاري ، مولا بخش چانډیو او فرحت الله بابر د ګډې خبري كنفرنس

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د پاکستان پیپلز ګوند مرکزي لارښودو سیّد نیئر حسین بخاری ، سناتورمولا بخش چانډیو او فرحت الله بابر وئيلي دي د بې امتیازه احتساب لپاره د نېب په قوانين كښې بدلون پكار دې٬ بايد د سياست مدارو پشمول د ټولو يو برابر احتساب وكړې شي٬ مونږ د ایوب٬ یحیٰ٬ ضیاء او مشرف دورونه هم ليدلي او اوس به هم فشار نه قبولوٶ٬ نېب سياسي مقاصدو لپاره كارولې كېږي۔

د دې خيالاتو څرګندونه دوي د نهې په ورځ اسلام آباد كښې خبري كفنرنس ته وكړه۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړې نفیسه شاہ او نذیر ډھوکي هم موجود وو۔ سیّد نیئر حسېن بخاري ووئيل تېره ورځ د نېب چيئرمېن د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو غوښتې كوم چې جواز نه لري٬ ده ووئيل پيپلز ګوند د كال 1990 څخه مقدمو سره مخ دے٬ په تېر دور كښې د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري مقدمې جوړې شوې خو په يوه مقدمه كښې ورته هم سزا نه ده اورولې شوې او په عزت سره خوشې كړې شوې۔

دوي ووئېل په آصف علي زرداری يوه مقدمه د بي اېم ډبليو د اخستو وه چې كسټم ئې په وخت نه دې ادا كړې ۔ ده ووئيل يو ځل بيا ھغه سلسله روانه ده او د پيپلز ګوند په مشرانو بې بنسټه مقدمې جوړېږي۔ ده ووئيل مونږ د ایوب٬ یحیٰ٬ ضیاء او مشرف دورونه هم ليدلي او اوس به هم د فشار نه قبولوٶ٬ نېب سياسي مقاصدو لپاره كارولې كېږي۔ فرحت اللہ بابر تور ولګولو چې نېب سياسي مقاصدو لپاره كارولې كېږي٬ د نېب په قوانين كښې بدلون پكار دې٬ ده ووئېل ټولو لپاره يو قانون پكار دې ٬ څوك چې د سركاري خزانې نه تنخا اخلي بايد احتساب ئې اوشي۔

مولا بخش چانډیو ووئيل د نېب چيئرمېن پخوانې قاضي دے ھغه له به خپله غېر جانبداري څرګندول وي٬ مونږ جمهوريت روان غٶاړو٬ ده ووئېل كه زمونږ قيادت سره دا رويه وساتلې شوه نو مونږ به د دې په ضد سخت مزاحمت كوٶ٬ پيپلز ګوند غواړي چې جمهوريت وچلېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب نیئر حسېن بخاري ووئيل ذوالفقار علي بھټو چې كوم آئين وركړې مونږ به د ھغې دفاع كوٶ او مونږ به نظام ډي رېل كولو له ورنكړو ٬ ده ووئېل اوسني حكومت يو بل هم نه دې پاس كړې او زمونږ حكومت مخالفې ډلې سره په اتلسم بدلون پشمول لوي كارونه كړي۔