حكومت ته كوم سياسي چېلنج نه دې ورپیښ شوې٬وزيراعظم عمران خان حكومت د اولس امانت ګڼي او د الله د يرې تر مخه چارې ژړاندې بيائې٬په اوسني حكومت كښې ټولو وزيرانو خپل خرڅونه په ځانګړي توګه كم كړی٬په هېواد كښې به د ټېكس كلتور ته وده وركول وي

٬د زرداري او د نواز شريف سياست سره د ګورننس په نظام كښې ډېره كمزوري راغلې٬كه شتمندو ټېكس وركړو نو پاكستان به د قرض نه خلاصې ومومي ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې

حكومت ته كوم سياسي چېلنج نه دې ورپیښ شوې٬وزيراعظم عمران خان حكومت د اولس امانت ګڼي او د الله د يرې تر مخه چارې ژړاندې بيائې٬په اوسني حكومت كښې ټولو وزيرانو خپل خرڅونه په ځانګړي توګه كم كړی٬په هېواد كښې به د ټېكس كلتور ته وده وركول وي
٬د زرداري او د نواز شريف سياست سره د ګورننس په نظام كښې ډېره كمزوري راغلې٬كه شتمندو ټېكس وركړو نو پاكستان به د قرض نه خلاصې ومومي ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د اطلاعات اوخپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي نواز شريف او آصف علي زرداري خپلې وروستۍ ټاكنې كړې دي٬اوس د هغوي په ژوند كښې دا سپينس دې چې هغوي له خپل وروستې عمر په كور يا زندان كښې تېرول دي٬ حكومت ته كوم سياسي چېلنج نه دې ورپیښ شوې٬وزيراعظم عمران خان حكومت د اولس امانت ګڼي او د الله له يرۍ يې چارې مخ په وړاندې بيائې٬په اوسني حكومت كښې ټولو وزيرانو خپل خرڅونه په ځانګړي توګه كم كړی٬په هېواد كښې به د ټېكس كلتور ته وده وركول وي٬په تاريخ كښې د كابينې 9 ساعته اوږده غونډه كله هم نه وه شوې٬وزيراعظم عمران دا يو نوې روايت جوړ كړې٬ د زرداري او د نواز شريف سياست سره د ګورننس په نظام كښې ډېره كمزوري راغلې ٬كه شتمند ټېكس وركړي نو پاكستان به د قرض نه خلاصې ومومي ٬مونږ د مدينې د رياست سوچ پلو روان يو٬اولس لپاره د وزيراعظم په هلو ځلو او خلوص كښې هېڅ شك نشته٬ده د نهې په وړح د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې كولې ٬ چوهدري فواد حسېن ووئيل وزيراعظم عمران خان د كابينې په غونډه كښې د وزيرانو څخه 9 ساعته اوږد بريفنګ اخستې۔

په دې غونډه كښې د 26 وزارتونو بريفنګ ترسره شوې۔د پاتې وزارتونو بريفنګ به هم روان وي٬ ده ووئېل وزيراعظم په بريفنګ ګښې درې بنيادي طريقې اېښې ٬په دې كښې تر ټولو وړومبې پوښتنه دا وه چې وزارت تراوسه څومره بچت كړې او د خوشحالۍ خبره دا ده چې ټولو وزارتونو په خپلو خرڅونو كښې په ځانګړې توګه كمې راوستې۔يو شمېر وزارتونو زيات كمې كړې او څو كم كړې خو خرڅونه ټولو وزارتونو كم كړې او د دې ګټھ به د پاكستان خزانې ته ورسيږي ٬ وفاقې وزير ووئېل دوهمه پوښتنه دا وه چې تاسو تراوسه په خپل وزارت كښې څه كړي او درېمه پوښتنه دا وه چې تاسو په سباؤن كښې كومې ارادې لرۍ۔

په دې وزيراعظم ته تحريري پريزينټېشن وركړې شو چې پكښې د 26 وزيرانو بريفنګ ترسره شوې۔ ده ووئېل دا وزيراعظم عمران خان يو نوې روايت جوړ كړې٬په تاريخ كښې د كابينې دومره اوږده غونډه كله هم نه دې شوې۔د اطلاعات وزير ووئيل مونږ هيله لرو چې د وزيراعظم په ذهن كښې كوم ماډل پروت دے انشاﺀ الله هغې ته به ورسوو۔په تېر وخت كښې به چې څوك يو ځل وزير شو د دې نه پس به ګاډي او مراعات وركړی شول كوم حساب كتاب به نه كېدو٬ ده ووئېل په وړومبي ځل دې حكومت دا لاره خپله كړه۔

ده ووئيل حكومت ته كوم سياسي چېلنج نه دې ورپیښ شوې۔د مخالفې ډلې دواړه ګوندونه دننه هڅه كوي چې د مقدمو نه څنګه ځان اوساتي او د قانون نه څنګه بچ كړي٬ ده ووئېل د دوي سياست اوس بس هم دغه پاتې دے ځكه زمونږ لپاره كوم سياسي چېلنج نشته خو سره د دې هم مونږ خپل ځان اولس ته ځواب وركونكې ګڼو ځكه د وزيراعظم عمران خان د سياست محور دا دے چې په هېواد كښې احتساب وكړې شي٬ده ووئېل كه هغه د يو وزير وي يا بيوروكرېټس ٬ د كابينې اوږده غونډه هم د دغې لړۍ يوه كړۍ وه۔

د اطلاعات وزير ووئيل د نواز شريف او د آصف زرداري اقتدار تر لاسه كول د كومو هڅو يا هلو ځلو نه بغېر وؤ ځكه يې قدر نه دې كړې۔ ده ووئېل په تېرو كلونو كښې د زرداري او نواز شريف په سياست كښې راتلل او د يو متوسط قسم ذهنيت مشرۍ سره د پاكستان په سياست د ګورننس په نظام او ادارو كښې كمزوري راغلې۔ده ووئيل عمران خان 22 كاله هڅې كړې او دې مقام ته رارسېدلې۔

ده د يوې كوټې د ګوند نه د ټول هېواد ګوند جوړ كړو٬عمران خان چې اقتدار ته راغلو او ګاډي يې او ميښې يې خرڅې كړې نو پرې ټكونه وشول چې په دې د هېواد معيشت نه چلېږي ٬ ده ووئېل دا خو خپلو وزيرانو او حكومتي خلقو له پېغام وركول وو چې دا حكومت به د تېر حكومت غوندې نه وي او دا چې دوي ته به د ټېكس وركوونكو د پيسې ځواب وركول وي۔ده ووئيل په لندن كښې د نواز شريف په علاج درې لكه 27 زره 927 ډالره يعني 4 كروړه روپۍ د ټېكس وركونكو پېسې خرڅ كړې شوي٬ څلور كروړه روپۍ د پي آئي اے د الوتكې په خرڅ لګولې شوې كومه چې ورسره لندن ته تللې وه او بېرته خالي راغلې وه۔

فواد چوهدري ووئېل نواز شريف خپل علاج كولو لپاره سركاري خزانې ته څه حاجت لرلو٬هغه خو په خپله ارب پتي دے او وائي چې زمونږ نيكه او غور نيكه د جهان برابر مالداره وو ٬ ده ووئېل دا پېسه خو د پاكستان د خزانې نه تللې٬په جاتې امرا كښې ده يوه ښښته هم پھ خپلو پېسو نه ده لګولې هغه هم د پاكستان د خزانې څخه د ټېكس وركوونكو په پسو لګېدلې ٬ وفاقې وزير ووئېل كله چې شهباز شريف حكومت تر لاسه كړو او نواز شريف وزيراعظم نه ؤ نو په پنجاب هاؤس كښې به چائے هم د سركار په پيسو وركړې كېدله ۔

چوهدري فواد حسېن ووئيل د پي ټي آئي په حكومت كښې وزيراعظم عمران خان دا فكر لري چې يوه يوه پېسه څنګه خرڅ كېږي چرته خرڅ كولې شي او څوك څه كوي دا يو رجحان دې كوم چې وزيراعظم عمران خان وركړې او هم دا احتساب به مخ په وړاندې ځي۔ده ووئيل د ټېكس دا حال دې چې په پاكستان كښې 70 زره خلق ټېكس ريټرن جمع كوي٬د 21 كروړو په هېواد كښې 70 زره خلق خپل آمدن د دوو لكو نه زيات مني٬پاتې ټول يا خو ريټرنګ نه جمع كوي يا وائي چې زمونږ آمدن د دوو لكه روپو نه كم دې٬ ده ووئېل دوكانونو ته لاړ شئ د دوي د برېښنا بل 5 پنځه پنځه لكه وي او وائي چې آمدن يې د دوو لكو نه كم وي۔)م ع/ض ض/وس/1945)