هېواد ته د پیټروليم د ځايې ذخيرو د پائيدار پرمختګ او سپلائي ضرورت دې٬اوسنې حكومت به د هېواد په درآمدي بل قابو موندلو لپاره د پیټروليم نور بلاكس معرفي كوي۔د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان د تېل او ګاز لټون او پیداوار په اړه كلن ټېكنيكل كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې هېواد ته د پیټروليم د ځايې ذخيرو د پائيدار پرمختګ او سپلائي ضرورت دې٬اوسنې حكومت به د هېواد په درآمدي بل قابو موندلو لپاره د پیټروليم نور بلاكس معرفي كوي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د تېل او ګاز د لټون او پیداوار په اړه كلن ټېكنيكل كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔

د دې كنفرنس اهتمام پاكستان اېسوسي اېشن آف پیټروليم جيو سائنټسټس اينډ سوسائټي آف پیټروليم انجينئرز پاكستان كړې و۔وفاقي وزير كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا كنفرنس هېواد ته د توان ورپیښو ستونزو په تناظر كښې درست اقدام دې دې سره به د دې څانګې د بهترۍ تجاويز مخې ته راشي۔ده ووئيل چې تېره مياشت د تېل او ګاز لټون په لړ كښې بلاكس ترلاسه كولو لپاره د كمپنو ګډون د ډاډ وړ دې۔په دې موقع د پیټروليم وفاقي سېكتر ميا اسد حيا الدين هم وېنا وكړه۔په كنفرنس كښې د تېل او ګاز څانګې سره تړون لرونكو د 40 نه زياتو كمپنو استازي او د هېواد او بهرنيو هېوادونو نه 1500 استازي ګډون كوي۔