خواجه سعد رفيق د ضمانت منسوخ كېدو نه پس نيولې شوې٬ هغه چې په كومو مقدمو كښې نيولې شوې هغه مونږ نه دي جوړې كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

خواجه سعد رفيق د ضمانت منسوخ كېدو نه پس نيولې شوې٬ هغه چې په كومو مقدمو كښې نيولې شوې هغه مونږ نه دي جوړې كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د خواجه سعد رفيق د ضمانت منسوخ كېدو نه پس نيولې شوې٬ د هغه د ګرفتارې او د حمزه شهباز د ايسارولو سره زمونږ كوم تعلق نشته٬ د دې ګرفتارو مطلب دا دے چې هېواد په سم پلو مخ په وړاندې روان دے۔ د نهې په ورځ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د مشرانو په نيولې كېدو د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپل غبرګون كښې ووئيل چې چا دا ګازرې خوړلې دي٬ هم د هغوي په خېټه كښې درد دے۔

ده ووئيل چې دا خلق چې په كومو مقدمو كښې نيول شوي دي٬ هغه مونږ نه دي جوړې كړې او چې څوك ئې نيسي٬ هغه هم مونږ نه دي لګولي٬ مونږ نه په جوړوونكو كښې يو او نه په لګوونكو كښې يو۔ ده ووئيل چې ادارې خپلواكي لري٬ هغه ئې نيسي٬ مونږ ته د دوي د مقدمو پته نشتهَ