پاك بحريه لپاره د جوړ كړې شوي جديد ترين 3 زره ټنه سروے جهاز په چين كښې لانچنګ

80 ميټره اوږد جهاز جديد آلات او په ژور سمندر كښې د آپرېشن صلاحيت لري۔ د پاك بحريه وياند

پاك بحريه لپاره د جوړ كړې شوي جديد ترين 3 زره ټنه سروے جهاز په چين كښې لانچنګ
80 ميټره اوږد جهاز جديد آلات او په ژور سمندر كښې د آپرېشن صلاحيت لري۔ د پاك بحريه وياند

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) پاك بحريه لپاره د جوړ كړې شوي جديد ترين 3 زره ټنه سروے جهاز په چين كښې لانچنګ وشو۔ 80 ميټره اوږد دا جهاز ﴿بېړې﴾ جديد آلات او په ژور سمندر كښې د آپرېشن صلاحيت لري۔ د پاك بحريه وياند له مخې د دستورې خاص مېلمه د چين د اوورسيئر چيف نېول كموډور اظفر همايون و۔ په دستوره كښې د شپ يارډ٬ د ځائي حكومت او د پاك بحريه چارواكو ګډون وكړو۔

جديد ترين سروے جهاز به د پاكستان په مېرين ريسرچ كښې د تقويت سبب وګرځي او په اوبو كښې د لټون او د سروے عملياتو اسانيې به وركړي۔ د سروے جهاز شموليت سره به د پاك بحريه د جعرافيائي سروے كولو صلاحيت لا زيات شي۔ سروے جهاز به د اګست كال 2019م تر پاې د پاك بحريه د بېړې برخه جوړ شي۔ پاك بحريه په هائيډروګرافي كښې د ځلانده رواياتو امين ده۔