د قامي اسمبلۍ د شپږم سېشن شېډول او ايجنډې منظوري وركړې شوه

د قامي اسمبلۍ د شپږم سېشن شېډول او ايجنډې منظوري وركړې شوه

اسلام آباد ۔(پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د قامي اسمبلۍ د شپږم سېشن شېډول او ايجنډې منظوري وركړې شوې ده چې ترمخه به ئې غونډه تر 21 دسمبر دوام لري۔ د ګل په ورځ د هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه كومه كښې چې وفاقي وزيرانو شاہ محمود قریشی٬ پروېز خټک ٬ اسد عمر٬ شفقت محمود٬ دوهم وزير علی محمد خان٬ د پي ټي آئي چیف وهپ ملک عامر ډوګر٬ د قامي اسمبلۍ غړو ریاض فتیانه ٬ اقبال محمد علی خان٬ روبینه عرفان ٬ آغا حسن بلوچ٬ اسلم بھوتانی٬ میاں ریاض حسین پیرزادہ ٬ سید نوید قمر٬ سید غلام مصطفی شاہ او مولانا عبدالواسع ګډون وكړو۔

غونډه كښې په دې سلا راغله چې د قامي اسمبلۍ شپږم سېشن به تر 21 دسمبر دوام لري او غونډه كښې به د مهمو قامي چارو په شمول د ايوان د معمول كارروائي ترسره كولې شي۔