د پاكستان او چين ترمينځه د سياسي مشاورت وړومبنې پړاؤ ترسره شو سي پېك ته د پاكستانې مشرتابه د وژن په رڼا كښې د مرستې تر نوو څانګو په پراختيا وركولو اتفاق ٬د روانو پروژو ترسره كولو عزم په سياسي مشاورت كښې د پاكستاني پلاوي مشري خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او د چينائي پلاوي مشري نائب خارجه وزير كونګ چوان ژو وكړه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) پاكستان او چين د پاك چين اقتصادي لارې(سي پیك)له د پاكستاني مشرتابه د وژن په رڼا كښې تر نوو څانګو د پراختيا وركولو اتفاق او د روانو پروژو تر سره كولو له د عزم څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د پاكستان او چين ترمينځه د سياسي مشاورت وړومبنې پړاؤ ترسره شو۔د پاكستان لخوا د دې خبرې څرګندونه وشوه چې سي پیك د حكومت قامي ترجيح ده او پاكستان د سي پېك كاميابه نفاذ لپاره پوخ عزم لري۔

د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په سياسي مشاورت كښې د پاكستانې پلاوي مشري خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او د چينائي پلاوي مشري نائب خارجه وزير كونګ چوان ژو وكړه۔ دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو جامع خبرې وكړې او دا ئې ووئېل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تضويراتي مرستې شركت وجود لري۔په سياسي اقتصادي سلامتيا٬كلتوري او نورو څانګو كښې مضبوطې دوه اړخيزه اړيكې د اطمينان وړ دي۔

د دواړو خوا د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال د مشرتابه ترمينځه پېدا شوي اتفاق ته د تقويت په وركولو هم اتفاق وكړې شو۔د خبرو په مهال په خاص توګه افغانستان او سوئېلي آسيا ته د پام ګرځولو سره په نړيوال سياسي صورتحال خبرې وشوې۔په ګڼ اړخيزه فورمونو په مضبوطه مرسته د اطمينان څرګندونې سره په سباؤن كښې هم دا مرستې لا قوي كولو له عزم څرګندونه وشوه۔