په سوئيلي آسيا كښې په اوبو د جنګ تر ټولو زيات امكانات موجود دي۔ د هند د آبي جارحيت لامله پاكستان ته د خپلې برخې اوبه نه ترلاسه كېږي۔ د هند يوازې پاكستان سره نه بلكې نيپال ٬ بنګله دېش او چين سره هم د اوبو شخړې روانې دې۔

د سندھ طاس لوظنامې بيا جاج اخستلو ته اړتيا ده۔ د آئي اېس آئي پخواني مشر لېفټېننټ جنرال (ر) محمد ظهیر الاسلام، د واپډا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن او نورو نړيوال كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د آئي اېس آئي پخواني مشر او د سنټر فار ګلوبل اېنډ سټرټېجك سټډيز چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) محمد ظهير الاسلام وئيلي دي په سوئيلي آسيا كښې په اوبو د جنګ تر ټولو زيات امكانات موجود دي۔ د هند د آبي جارحيت لامله پاكستان ته د خپلې برخې اوبه نه ترلاسه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سنټر فار ګلوبل اېنډ سټرټېجک سټډیز تر سېوري لاندې د "پانی، برصغیر میں مستقبل میں جنګ او امن" په سرخط نړيوال كنفرنس ته خطاب كولو۔

ده ووئيل د پوهانو خيال دے كه درېم نړيوال جنګ اوشو نو دا په اوبو وي۔ د هند يوازې پاكستان سره نه بلكې نيپال٬ بنګله دېش او چين سره هم د اوبو شخړې روانې دي۔ سندھ طاس لوظنامه د پاكستان د حقونو دفاع نه كوي۔ د دې لوظنامې به يو وارې بيا جاج اخستل وي۔ د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن ووئيل چې كله پاكستان جوړ شو نو آبادي ئې يوازې 3 كروړه وه كومه چې 20 كروړه 70 لكه ته رسېدلې۔

ده ووئيل پاكستان كښې هر وګړې د كال3000 کیوبک اوبه لري۔ د پاكستان شمېره اوس د اوبو كمي سره مخ هېوادونو كښې كېږي۔ پاكستان كښې په آبادۍ قابو موندلو ته اړتيا ده۔ كنفرنس ته د فورټ ٬ انټېګرېټډ واټر ريسورسز مېنجمنټ ډاكټر حسن عباس ٬ د پلاننګ پخواني چيئرمېن امتیاز علی قرېشی٬ د بحریه پوهنتون هیومینټیز او سوشل سائنسز څانګې مشر ډاكټر اظهر احمد ٬ د سری لنکا د سمندري ځواك پخواني كمانډر اېډمرل ډاكټر جيوا نات كولمبېج ٬ پاكستان كښې د تاجكستان سفير جونوف شېر علي او نورو مهمو شخصياتو خطاب وكړو۔