وزيراعظم محمد نواز شريف په كوئټه كښې د پوليسو په ټرېننګ سنټر د بريد سخته غندنه وكړه٬ وزيراعظم وفاقي او صوبائي چارواكو ته د مرتكب عناصرو زر تر زره د قانون منګولو ته د سپارلو هدايت وكړو

وزيراعظم محمد نواز شريف په كوئټه كښې د پوليسو په ټرېننګ سنټر د بريد سخته غندنه وكړه٬ وزيراعظم وفاقي او صوبائي چارواكو ته د مرتكب عناصرو زر تر زره د قانون منګولو ته د سپارلو هدايت وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25اکتوبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف په كوئټه كښې د پوليسو په ټرېننګ سنټر د بريد سخته غندنه كړې او وفاقي او صوبائي چارواكو ته ئې د مرتكب عناصرو زر تر زره د قانون منګولو ته د سپارلو هدايت كړے۔ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم صوبائي حكومت او د كورنيو چارو وزارت ته وئيلي دي چې هغه دې د پېښې د تازه صورتحال په اړه پرله پسې خبر وساتلې شي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره چارواكو ته هدايت وكړو چې ژوبل شويو ته دې غوره طبي اسانيې وركړې شي.