د حضور پاك(ص)سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دې۔وفاقي وزير نورالحق قادري

د حضور پاك(ص)سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دې۔وفاقي وزير نورالحق قادري

نوشهره (پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنور الحق قادري وئېلي دي چې د حضور رحمت اللعالمين(ص) مينه د اسلامي نړۍ نه ختمېدونكې سرمايه ده٬په اسلامي نړۍ كښې اتفاق او اتحاد د وخت ضرورت دې٬ هېواد سره مينه هم د ايمان مهم جز دې٬د پاك پوځ ځوانانو د ځانونو قرباني وركولو سره د خوږ وطن دفاع كړې ده٬د حضور پاك(ص)سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دې۔

مونږ د پاكستان او پاكستان زمونږ لپاره دې۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير پير نورالحق قادري د جامعه كريميه غفوريه ډاك اسماعيل خيل كښې د اهلسنت تنظيم او ګوند د سيوري لاندې د كلن رحمت اللعالمين كنفرنس په آخري ناسته كښې د خاص مېلما په حېث خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې په زرګونو مسلمانانو او ګڼ شمېر علماﺀ و مشائح ګډون وكړو۔محمد نورالحق قادري په خپل خطاب كښې ووئيل چې د حضور رحمت اللعالمين(ص)مينه د اسلامي نړۍ يوه لازوال سرمايه ده او دا تر خپل نوې نسل رسول زمونږ فرض دې۔

ده ووئيل چې د هېواد نظرياتي او جغرافيائي پولو محافظينو ته قوم د قدر په سترګه ګوري۔٬زمونږ د نظرياتي پولو محافظ علماﺀ او مشائح دي او د جغرافيائي پولو محافظ د پاكستان ځواك دې د كومو چې د روزانه په بنياد مشقتونو سره د هېواد پولې محفوظ دي او په سختو حالاتو كښې هم د خپل ځان قرباني وركولو سره د هېواد د خاورې دفاع كړې۔ده ووئيل مونږ د پاكستان زمكې سپاهيان يو۔ده ووئيل د حضور پاك(ص)سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دې۔په اسوه حسنه عمل كولو سره به د دنيا او اخرت كاميابي ترلاسه شي۔ كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال پير سيد حسېن په دستوره كښې د ګډون كوؤنكو مننه وكړه او په دې موقع يې د هېواد او قام سلامتيا او پرمختګ لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې۔