خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره افغانستان لپاره د امريكا خاص استازي زلمے خليل زاد وليدل د خبرو اترو په مهال په افغانستان كښې د امن٬استحكام او افغان شخړې سياسي تصفيې چارو په اړه بحث وشو

خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره افغانستان لپاره د امريكا خاص استازي زلمے خليل زاد وليدل د خبرو اترو په مهال په افغانستان كښې د امن٬استحكام او افغان شخړې سياسي تصفيې چارو په اړه بحث وشو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره د نهې پھ ورځ په خارجه وزارت كښې افغانستان لپاره د امريكا خاص استازي زلمے خليل زاد ملاقات وكړو۔د افغان سياسي حل هڅو په لړ كښې دا د امريكې خاص استازي د پاكستان دوهمه سركاري دوره ده۔د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو سفارتي٬امنيت او دفاعي چارواكي هم موجود وو۔د خبرو اترو په مهال په افغانستان كښې د امن٬استحكام او افغان شخړې سياسي حل چارو په اړه بحث وشو۔د افغان شخړې پرامن حل لپاره د هڅو په لړ كښې د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد افغانستان٬روس٬ازبكستان٬تركمانستان٬ بيلجيئم٬عرب امارات او قطر ته به هم ځي۔