دسمبر كښې د افغانستان په اړه هند كښې كيدونكې هارټ آف ایشیاء او استنبول کنفرنس كښې به پاکستان ګډون كوي ،

د اړی پېښې پلټنو له ملګرو ملتونو وړانديز كړے خو د هند د اړخه ځواب نه دې وركړې شوې ، او آئی سی مقبوضه کشمیر كښې د هند اوسنو ظلمونو جاج اخستو له د بشرې حقونو کمېشن لېږلو وړاندېز كړے خو هند د دغې اجازه هم نه ده وركړي ، د ملګرو ملتونو ملټری آبزرور ډله دې د لائن آف کنټرول دوره وكړي، هند پرله پسې د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزی کوي د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د ملګرو ملتونو 71مې سالګرې په موقع پاکستان كښې د كړو هلو ځلو عكسونو نندارتون د پرانستې دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24اکتوبر2016ء) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي دسمبر كښې د افغانستان په اړه هند كښې كيدونكې هارټ آف ایشیاء او استنبول کنفرنس كښې به پاکستان ګډون كوي ، د اړی پېښې پلټنو له ملګرو ملتونو وړانديز كړې خو د هند د اړخه ځواب نه دې وركړې شوې ، او آئی سی مقبوضه کشمیر كښې د هند اوسنو ظلمونو جاج اخستو له د بشرې حقونو کمېشن لېږلو وړانيز كړے خو هند د دغې اجازه هم نه ده وركړي ، د ملګرو ملتونو ملټری آبزرور ډله دې د لائن آف کنټرول دوره وكړي، افسوس چې د هند د اړخه پرله پسې د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزی کېږي۔

د ملګرو ملتونو 71مې سالګرې په موقع لوك ورثه كښې په پاکستان كښې د كړو هلو ځلو عكسونو نندارتون د پرانستې دستورې ته خطاب او میډیا سره خبرو كښې خارجه سلاحكار ووئيل ملګري ملتونه او اروپائي ائتلاف تل له مهم كردار ترسره كوي ، ملګري ملتونه د امنيت او بشري حقونو مهمه ستن ده۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو ملټری آبزرور ډله دې د لائن آف کنټرول دوره وكړي، افسوس چې د هند د اړخه پرله پسې د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزی کېږي، ده ووئيل ټول مهم نړيوال فورمز ته خطوط ليكلې شوي ، ده ووئېل برهان مظفر وانی شهادت نه پس د کشمیر په اړه 8 جولائی راهسې مهم كمپائن روان دے۔

د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز میډیا سره خپلو خبرو كښې ووئيل د کشمیر په اړه پاکستان مؤثره كمپائن چلوي ، په ټول نړيوالو فورمونو کشمیر كښې د هند ظلم او بربریت ختمولو غوښتنه شوي ۔ د خارجه چارو سلاحكار د افغان طالبانو پلاوي د اسلام آباد راتګ تصدیق کولو سره ووئيل په دې اړه د پیشرفت څخه دا مهال میډیا نشو خبرولې ، افغانستان كښې امن له زمونږ هڅې روانې دي۔

ده ووئيل هارټ آف ایشیاء کنفرنس به د دسمبر په وړومبنۍ اوونۍ كښې امرتسر كښې كېږي۔هند په نومبر كښې په پاکستان كښې كيدونكې سارك کنفرنس كښې د ګډون څخه انکار کړے دے، ده ووئېل د هند منفی رویې له امله پاکستان كښې كيدونكې سارك کنفرنس ځنډولې شوے ؤ ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د کلبھوشن یادیو په اړه ډوزیئر بشپړيدونكې دے ۔ ده ووئيل پاکستان، امریکې او چین په افغانستان كښې امن له هڅې كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل کیو سی جی كښې شاملو څلورو واړو هيوادونو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ۔ په دې مهال خارجه سلاحكار د عكسونو نندارتون هم وكتلو۔