خصوصي كسانو ته د ټرانسپورټېشن ٬ روزګار او زده كړو پشمول په ټولو څانګو كښې د يو ډول موقعو وركولو حاجت دے۔

مونږ د داسې نظام وضعه كولو هڅه كوو چې ورسره د خاص كسانو صلاحيتونه زيات شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د معذوره يا خصوصي كسانو نړيوالې ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د خصوصي كسانو اختيارمنده جوړولو او دوئي ته د يو ډول موقعو وركولو لپاره د خپل عزم څرګندونې سره وئيلي دي مونږ د يو داسې نظام وضعه كولو هڅه كوو چې ورسره د خصوصي كسانو په صلاحيتونو كښې اضافه وكړې شي او دوئي ته بېلو موقعو څخه استفاده كولو له د خپلو ترجيحاتو ترسره كولو لپاره مرسته ترلاسه شي۔

ده دا خبره د خصوصي كسانو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد د خاصوصي كسانو حقونو په اړه شعور بېدارول دي۔ ده ووئيل خصوصي كسانو ته د ټرانسپورټېشن ٬ روزګار او زده كړو په شمول په ټولو څانګو كښې د يو ډول موقعو وركولو حاجت دے۔ ده ووئيل د مستحكم جمهوريت په ځائې كول ، فعاله شهريت او ټولنه كښې عدم مساوات كمولو له په عام ژوند كښې ګډون بنيادي حق دے۔ ده ووئيل معذوره كسانو سره د امتيازي رويو او د ناوړه تصوراتو د لاسه په سماجي تشخص منفي اغېز راځي۔ ده ووئيل مونږ له به ټول منفي تاثرات رد كولو سره يوه مثالي ټولنه جوړول وي۔