خلقو ته د روغتيا آسانۍ وركولو ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ صحت كارډ څخه به دوه نيمه كروړه كسان مستفيد شي۔ د روغتيا وفاقي وزير محمد كياني د پولي كلينك روغتون دورې په مهال خبرې

خلقو ته د روغتيا آسانۍ وركولو ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ صحت كارډ څخه به دوه نيمه كروړه كسان مستفيد شي۔ د روغتيا وفاقي وزير محمد كياني د پولي كلينك روغتون دورې په مهال خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) د قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي ټولو خلقو ته د روغتيا آسانۍ وركولو ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ صحت كارډ څخه به دوه نيمه كروړه كسان مستفيد شي۔ د غم ځپلي انسانيت خذمت زمونږ مذهبي او اخلاقي فرض دے۔ دا خبره ده د پولي كلينك روغتون ناڅاپي دورې په مهال وكړه۔ په دې مهال ده رنځورانو ته د وركړې كېدونكو اسانيو جاج واخست۔

ده هدايت وكړو چې په آئي سي يو ٬ لېبر روم او نوې زېږېدلې كوچنيانو ته وركړې كېدونكې اسانۍ دې غوره كړې شي۔ په دې لړ كښې به هېڅ غفلت ونه زغملې شي۔ ده ووئيل رنځورانو ته غوره اسانيو وركولو له په بېړني بنيادونو كار كوو۔ ده ووئيل روغتونونو كښې د صفائۍ نظام ښه كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت د فعاله پالېسيو مېوې اولس ته رسېدل پېل شوي دي۔