د سوات موټروے د كرنل شېرخان انټرچېنج نه تر كاټلنګ برخه ټرافيك لپاره پرانستل شوه

د سوات موټروے د كرنل شېرخان انټرچېنج نه تر كاټلنګ برخه ټرافيك لپاره پرانستل شوه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) د سوات په 81 كلوميټره اوږده موټروے كار په تندې سره روان دے۔ د كرنل شېرخان انټرچېنج نه تر كاټلنګ انټرچېنج برخه ترسره شوې او ټرافيك لپاره پرانستلې شوې۔ د موټروے ذريعو له مخې په دې موټروے به د راتلونكي كال د مئي تر مياشت كار ترسره شي۔ په دې پروژه به ټول 41 اربه روپې لګښت راځي۔ صوابې سره نزدې كرنل شېرخان انټرچېنج د پېښور اسلام آباد موټروے سره تړلې شوې دې۔