حكومت خصوصي كسانو ته اسانيې پېدا كولو لپاره ضروري قانون سازې كولو ته تيار دے۔ وزيراعظم عمران خان

حكومت خصوصي كسانو ته اسانيې پېدا كولو لپاره ضروري قانون سازې كولو ته تيار دے۔ وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) وزيراعظم عمران خان معذوره كسانو ته د تعليم او روزګار يو ډول موقعې وركولو د لارې د دوي په ژوند كښې بهتري راوستلو لپاره د حكومتي عزم پخلې كړے۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې حكومت خصوصي كسانو ته اسانيې پېدا كولو لپاره ضروري قانون سازې كولو ته تيار دے۔ ده ووئيل چې د معذوره كسانو د نړيوالې ورځې په موقع زه خصوصي كسانو ته يو ډول موقعې او روزګار وركولو سره د دوي په ژوند كښې بدلون رواستلو لپاره د حكومتي عزم څرګندونه كول غواړم۔

خصوصي كسان بااختياره كولو او په دې لړ كښې ټول خنډونه لرې كولو لپاره زمونږ بل تيار دے۔ د يادونې وړ ده چې د معذوره كسانو نړيواله ورځ د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د ګل په ورځ لمانځل كېږي۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد د معذوره كسانو د حقونو تحفظ او دوي خېر ښېګړې ته وده وركول دي۔