د زرعي مشينرې په درآمداتو كښې د دريو مياشتو په مهال 8.95 فيصده اضافه شوې۔ د پاكستان د شمارياتو بيورو

د زرعي مشينرې په درآمداتو كښې د دريو مياشتو په مهال 8.95 فيصده اضافه شوې۔ د پاكستان د شمارياتو بيورو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) د روان مالي كال په وړومبو درې مياشتو كښې د زرعي مشينرې په درآمداتو كښې 8.95 فيصده اضافه شوې۔ د پاكستان د شمارياتو بيورو﴿پي بي اېس﴾ لخوا جاري شويو شمېرو له مخې د تېر مالي كال په مهال د جولائي نه تر اكتوبر په مجموعي توګه د 4 كروړه 27 لكه ډالرو زرعي مشينري درآمد كړې شوې وه۔ د روان مالي كال په مهال د 4 كروړه 66 لكه ډالرو مشينري درآمد كړې شوې۔