د صنعت او پېداوار ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 24 كروړه 8 لكه روپې فنډ جاري كړے شوے

د صنعت او پېداوار ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 24 كروړه 8 لكه روپې فنډ جاري كړے شوے

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 دسمبر 2018ء) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د صنعت او پېداوار ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 24 كروړه 8 لكه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د صنعت او پېداوار ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 76 كروړه 99 لكه روپې فنډ بېل كړے۔

د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت په سوات كښې فروټ ډي هائيډرېشن يونټ لپاره 79 لكه روپې٬ د حېدرآباد انجينئرنګ سپورټ سنټر لپاره 93 لكه روپې٬ نېشنل بزنس ډويلپمنټ پروګرام لپاره 8 كروړه روپې او په سيالكوټ كښې پراډكټ ډوېلپمنټ سنټر لپاره د 8 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔