د سي پېك په بېلا بېلو منصوبو كښې نورو هېوادونو له د ګډون بلنه وركولو لپاره چين پاكستان سره په ګډه كار كوي٬دواړه هېوادونه به د ګوادر په صنعتي زون كښې د امريكې٬

برتانيې او آسټرېليا سرمايه كارۍ هركلې كوي۔د نان يانګ ټېكنالوجيكل پوهنتون سينئر فيلو د چين ورځپاڼې ګلوبل ټائمز سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 30 نومبر 2018ء) د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) تر سيوري لاندې په بېلو منصوبو كښې نورو هېوادونو ته د ګډون بلنه وركولو په لړ كښې چين پاكستان سره په ګډه كار كوي۔دا خبره د نان يانګ ټېكنالوجيكل پوهنتون سينئر فيلو لانګ ژن چن د چين ورځپاڼې ګلوبل ټائمز سره كړې۔دواړه هېوادونه به د ګوادر په صنعتي زون كښې د امريكې ٬ برتانيه او آسټرېليا سرمايه كارۍ هركلې كوي۔

ده ووئيل سي پیك يو داسې چينل دے د كوم په ذريعه چې چين نړۍ سره د رابطې او مرستې له خپله نظريه پراخه كولې شي۔پاكستان كښې د سي پېك ترمخه په بنيادي اډانه كښې ښه والې راغلې چې ورسره معيشت ته ګټھ رسېدلې۔په دې مهال سنګهوا پوهنتون ريسرچ فيلو احمد خان ووئيل په سي پېك كښې د درېم فريق سرمايه كارۍ له خوښي لرل د ون بېلټ اينډ روډ په اړه د چين د نكته نظر عكاسي كوي۔په بيجنګ كښې د تهنك ټينك سنټرل پار چائنا ګلوبل ائزېشن پاكستانې فيلو ضمير احمد اعوان ووئيل سي پېك د 200 ملينه نه د زياتو پاكستانيانو پريكړه ده او اوس دا د پاكستان د قامي حكمت عملۍ بنيادي عنصر دے۔پاكستان د سي پېك په اړه لوظي دے او دا د پاكستان مخ په وړاندې تللو له يوه ذريعه ده۔