خارجه وزارت د 100 ورځو كاركردګۍ راپور جاري كړو

خارجه وزارت د 100 ورځو  كاركردګۍ راپور جاري كړو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) خارجه وزارت د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په سپارښتنه د خارجه وزارت د 100 ورځو كاركرډګۍ راپور جاري كړې۔په دې راپور كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قرشي د سركاري بهرنو هېوادونو دورو او د دغې په نتيجه كښې ترلاسه شوي كاميابۍ په تفصيل سره درج دي۔په دې 100 ورځو راپور كښې د پاكستان دوره كوونكي مهم شخصيات/د غېر ملكي پلاويو تفصيلات هم جاري كړی شوي۔

په 11 پاڼو مشتمل تفصيلي راپور كښې د پاكستان سيمه ايز او په مهمو نړيوالو معاملاتو د خارجه پالېسۍ ترجيحات درج كړې شوي۔راپور كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي په تېرو 100 ورځو كښې د جوړ شوي فورم پشمول اروپائي ائتلاف٬ المان٬ جاپان٬كوريا٬ليتهونيا اعلٰی كچ پلاويو سره د دوه اړخيزه مذاكراتو تذكره او د خارجه وزير د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب٬شنګهائي مرستې تنظم٬آسم سمټ٬ډي اېټ كونسل پاشن نړيوال فورمونو كښې د پاكستان ګډون تفصيلات هم شامل دي۔

د خارجه وزارت په دې راپور كښې د سعودي عرب لخوا په ترلاسه شوي معاشي سپورټ٬پاك چين اړيكو كښې ښه والې٬د متحده عرب امارات سره تجارتي مرستې لوظ نامه او د كرتار پور راهدارۍ بنياد تېګه اېښودلو پشمول د خارجه چارو مهمې كاميابې ذكر شوي دې۔