خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د روسيې سفير اليكسي وائي ديدوف وليدل دوي د پاكستان او روسيې دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكې په ګڼ اړخيزه سټرټېجكي همكارۍ بدلولو ته سلا شول

خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د روسيې سفير اليكسي وائي ديدوف وليدل دوي د پاكستان او روسيې دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكې په ګڼ اړخيزه سټرټېجكي همكارۍ  بدلولو ته سلا شول

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) پاكستان او روسيې دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكې په ګڼ اړخيزه سټرټېجكي همكارۍ بدلولو ته سلا شوي دي ۔ دا اتفاق د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او پاكستان كښې د روسيې سفير اليكسي وائي ديدوف ترمينځه د خبرو په مهال راغلې چا چې د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې ده سره ملاقات كولو۔د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو ګټور پیشرفت وستائېلو او دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكې په اعلٰی كچ سټرټېجكې همكارۍ بدلولو ته سلا شول ۔

د خبرو اترو په مهال د تجارت٬سرمايه كارۍ٬امن او سلامتيا٬توان او دفاعي مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو بحث وشو ۔خارجه وزير د توان په اړه په دوه اړخيزه مرسته د اطمينان څرګڼدونه وكړه او دا يې رشين فېډرېشن سره د پاكستان د شراكتدارۍ مضبوطه ستن وګرځوله۔خارجه وزير د افغان شخړی سياسي حل له د روسيې د كردار ستائنه وكړه۔دواړو ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې په افغانستان كښې امن او استحكام د ټولو په ګټھ دې۔د روسيې سفير د شريكې خوښې د ټولو څانګو اړيكو زياتولو لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو۔