د 2030 پاكستان به د اوسنيو ځوانانو له نسله وي٬

ځوانانو له به هېواد د پرمختګ په لاره روانول وي٬سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل نه غېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې٬د سي پېك پروژې په سوب پاكستان ته د نړۍ پام راګرځېدلې۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال نېشنل يوت پيس فيسټيول پرانستې غونډې ته وېنا

د 2030 پاكستان به د اوسنيو ځوانانو له نسله وي٬
ځوانانو له به هېواد د پرمختګ په لاره روانول وي٬سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل نه غېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې٬د سي پېك پروژې په سوب پاكستان ته د نړۍ پام راګرځېدلې۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال نېشنل يوت پيس فيسټيول پرانستې غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29ستمبر 2016ء) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي د 2030 پاكستان به د اوسنيو ځوانانو له نسله وي٬ځوانانو له به هېواد د پرمختګ په لاره روانول وي ٬سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل نه غېر كوم هم هېواد پرمختګ نشي كولې٬د سي پېك پروژې په سوب پاكستان ته د نړۍ د پام راګرځېدلې ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د 7م نېشنل يوت پيس فيسټيول 2016 پرانستې غونډې ته خطاب كښې كړې۔

وفاقي وزير ووئيل د 2013 د پاكستان نه د 2016 پاكستان ښه دے۔د حكومت سرمايه كار دوسته پالېسو په سوب نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره راځي۔ده ووئيل د مضبوط معيشت لپاره هېواد كښې امن او استحكام ضروري دے۔د ښه وسائلو له امله به مونږ پاكستان د دې ټولو مسئلو ن خلاصوو ۔ده ووئيل پاكستان نړۍ كښې د ښه معيشت په توګه رامخې ته كېږي٬د هېواد د بقاﺀ لپاره جمهوريت لازمي دے۔

ده ووئيل 2014 كښې د پاكستان پرمختګ لپاره د وژن 2025 يو روډ مېپ جوړ شوے په كوم چې په ترجيحي بنيادونو كار روان دے٬ وفاقې وزير ووئېل تر 2025 به پاكستان د نړۍ 25م معيشت په توګه رامخې ته شي۔ده ووئيل د سي پېك په وجه پاكستان د نړۍ د پام مركز جوړ شوې۔ده ووئيل د پاكستان طاقت به زياتول وي او نړۍ ته به دا وئېل وي چې پاكستان يو امن ناكه او پرمختللې هېواد دے۔ده ووئيل د پاكستان پارلمان په وړومبي ځل د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو له يوه شريكه تګلاره منظوره كړې په كومه چې كار روان دے۔ده ووئيل د اقتصادي راهدارۍ سره به د هېواد تقدير بدل شي او په دې پروژه كښې په خاص توګه د توان پروژو ته اهميت وركړی شوې۔ ۔)ص ف/ض ض/وس/1851)