د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې غونډه٬

داخله وزير چوهدري نثار علي خان٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف٬د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه٬خارجه سېكتر٬د ملټري آپرېشن ډي جي او سينئر سول او عسكري چارواكو ګډون وكړوسندھ طاس لوظ نامه 1960 كښې د نړيوال بانك په ثالثۍ د پاكستان او هند ترمينځه په شريكه توګه متفقه انتظام دے٬ كوم هم هېواد په يو اړخيزه توګه د لوظ نامې څخه خپل ځان نشي جلا كولې ۔وزيراعظم محمد نواز شريف

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28ستمبر 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي سندھ طاس لوظ نامه 1960 كښې د نړيوال بانك په ثالثۍ كښې د پاكستان او هند ترمينځه په شريكه توګه متفقه انتظام دے٬ كوم هم هېواد په يو اړخيزه توګه د لوظ نامې نه خپل ځان جلا كولې نه شي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه كومه كښې چې داخله وزير چوهدري نثار علي خان٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف٬د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه٬خارجه سېكتر٬د ملټري آپرېشن ډي جي او سينئر سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔

په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په زياتو شوو خلاف ورزيو د تشويش څرګندونه كولو سره د هندي عسكرو د طاقت بې درېغه كارولو غندنه وشوه۔وزيراعظم ووئيل نړۍ ګواه ده چې پاكستان نړيوال امن له ګڼې قربانۍ وركړي۔هېواد د سخت اشتعال انګيزۍ سره د صبر او زغم څرګندونه كړې۔په غونډه كښې دې خبرې ته سلا راغله چې پاكستان به امن ناكه سوئېلي آسيا لپاره ھڅې كوي دغسې چې اولس د 21مې پېړۍ پرمختګ او څوكالۍ څخه مستفيد شي۔

دې سره سره غونډه كښې دې خبرې ته هم سلا راغله چې پاكستان د خپل اولس او وسله والو ځواكونو بشپړه عزم سره د كومې هم بهرنۍ يا كورنۍ سلامتيا خطر مخ نيوي له بشپړه صلاحيت لري۔وزيراعظم د دې امر پخلې وكړو چې د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه به د كميريانو حق خود اراديت لپاره خپله مرسته روانه ساتې او مظلوم كشميريان نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې نړۍ د ملاتړ مستحق دي۔

ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د هيلو ترمخه د مسئلې تر هوارېدو د كشميريانو اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔په غونډه كښې د قامي او سيمه ايزې سلامتيا په اړه د نورو چارو جاج هم واخستلې شو۔ګډون كوونكو د پاكستان سيمه ايزې سلامتيا او تحفظ له د وسله والو ځواكونو په چمتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه۔)ص ف/ض ض/وس/2115)