د دیواني عدالتونو (بدلون) بل 2016ء د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شو

د دیواني  عدالتونو (بدلون) بل 2016ء د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26ستمبر 2016ء) د سېنېټ چيئرمېن د دیواني عدالتونو (بدلون) بل 2016ء اړوندې کمیټۍ ته لېږلېدې ۔د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور اعظم سواتي تحریك وړاندې كړو چې دیوانی عدالتونو آرډیننس 1962ء اسلام آباد کیپیټل ټیریټري كښې د اطلاق په اړه ند لا بدلون بل ديواني عدالتونه(بدلون بل 2016 وړاندې كولو اجازه دې راكړی شي۔

ده ووئيل عدالتونو كښې د نورو مېرمنو قاضيانو په ځاې كولو ضرورت دے۔ د قانون وزير ووئيل دا بل دې كمېټۍ ته ولېږلې شي۔ هلته به پرې بحث وكړی شي۔د مېرمنو قاضيانو شمېرې زياتېدو بل كښې چې څومره وړاندېزونه وركړې شوې هغه ډېر زيات دي۔ چیئرمین ووئيل بار كونسلز هم د مېرمنو قاضيانو شمېرې تر دې حده زياتولو مخالفت كړې۔دومره لويه شمېره كښې مېرمنې شته هم نه ۔د سېنېټ چيئرمېن په بل د ايوان څخه رائې ترلاسه كولو نه پس بل اړوندې كمېټۍ ته ولېږلو۔