د تحريك انصاف وړومبنو 100 ورځو پروګرام د عمل وړ نه دے٬ دا د عمران خان د اولس غولؤلو يوه هڅه ده۔دوهم وزير رانا محمد افضل خان

د تحريك انصاف وړومبنو 100 ورځو پروګرام د عمل وړ نه دے٬ دا د عمران خان د اولس غولؤلو يوه هڅه ده۔دوهم وزير رانا محمد افضل خان

ریاض(پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان وئېلي دي د تحريك انصاف وړومبنو 100 ورځو پروګرام د عمل وړ نه دے٬ دا د عمران خان لخوا د اولس بيوقوفه جوړولو يوه نوې هڅه ده۔د ګل پھ ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پي ټي آئي د تېرو پنځو كلونو راهسې پرله پسې وګړو ته دروغ وائي او هغه يوازې په نورو د تورونو لګولو په سياست باور لري۔

ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف په خېبرپښتونخوا كښې په پنځه كلونو كښې څه كړې چې له امله يې وګړي د پي ټي آئي د سياست څخه مايوسه شوي۔ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف ادعا كړی چې په خېبرپښتونخوا كښې به يو ارب اونې لګولې شي خو په دې لړ كښې هم هغوي ناكامه شوي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د يو اېن ډي پي يو راپور له مخې خېبرپښتونخوا پرمختيائي كارونو په حقله د نورو صوبو څخه شاته پاتې شوې۔ده ووئيل د پي ټي آئي اتحادي ګوند جماعت اسلامي هم اعتراف كړې چې پاكستان تحريك انصاف خېبر پیښتونخوا كښې د پرمختګ او څوكالۍ لپاره څه نه دي كړې۔