اطلاعات او خپرونو لپاره د قائمه كمېټۍ غونده

اطلاعات او خپرونو لپاره د قائمه كمېټۍ غونده

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 15 مئی 2018ء) اطلاعات ٬خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ عونډه د سناتور فېصل جاوېد په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو او پي ټي وي د كار د طريقه كار او كاركردګۍ تفصيلي جاج واخستې شو۔ د اطلاعات او خپرونو دوهم سېكتر شفقت جلیل كمېټۍ ته د وزارت د مېنډېټ او قوانينو او د ماتخت ادارو سره سره د پي ټي وي نيوز او د پي ټي وي نورو چېنلو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔

د كمېټۍ چيئرمېن فېصل جاويد ووئيل په پي ټي وي د وفاق او ټولو صوبو يو برابر نمائندګي پكار ده ۔ د كمېټۍ چیئرمېن د كوريج تناسب پحقله راپور طلب كولو سره ووئيل قائمه كمېټۍ ته دې ووئيلې شي چې په تېر يو كال كښې تناسب څه ٶ۔ سناتورې روبینه خالد ووئيل پي ټي وي سيمه ايز٬ د مېرمنو او د ماشومانو پروګرامونه د نشت برابر دي۔ چيِئرمېن ووئيل پي ټي وي يوه لويه اداره ده او د دې د آمدن زياتولو يو شمېر څانګې موجود دي٬ دا د اولس په ټېكس چلېږي بايد دا چېنل اولسي مسئلو ته په موثره ډول وخت وكړي۔

د كمېټۍ په غونډه كښې سناتورانو ډاکټر غوث محمد نیازي ، محمد طاهر بزنجو، روبینه خالد ، مشتاق احمد سره سره د وزارت دوهم سېكتر ٬ د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن سېكتر د پېمرا ډائرېكټر٬ او نورو لوړ پورو چاوراكو ګډون وكړو۔