قامي اسمبلۍ د فلسطين په بې ګناه وګړو د اسرائيل تشدد او د امريكې سفارت مقبوضه بېت المقدس ته په منتقل كولو د غندنې قرارداد منظور كړو

قامي اسمبلۍ د فلسطين په بې ګناه وګړو د اسرائيل تشدد او د امريكې سفارت مقبوضه بېت المقدس ته په منتقل كولو د غندنې قرارداد منظور كړو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 15 مئی 2018ء) قامي اسمبلۍ د فلسطين په بې ګناه وګړو د اسرائيل تشدد او د امريكې سفارت مقبوضه بېت المقدس ته په منتقل كولو د غندنې كولو سره د قرارداد كښې ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې په بې ګناه فلسطينيانو د ظلمونو بندولو په اړه كوټلي اقدامات وكړي۔د نهې پھ ورځ قامي ا سمبلۍ كښې د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان تحريك وړاندې كړو٬د فلسطين په اړه قرارداد راوړولو لپاره دې قائده 88 ترمخه قواعد معطل كړې شي۔

قامي اسمبلۍ د تحريك منظورۍ نه پس د پي ټي آئي غړي شيرين مزاري قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان د فلسطين په بې ګناه وګړو د اسرائيل د تشدد او د امريكې سفارت مقبوضه بېت المقدس ته په منتقل كولو سخته غندنه كوي او د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د دې صورتحال نوټس اخستو سره كوټلي اقدامات وكړي۔ دغسې قامي اسمبلۍ په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔