نواز شريف د چا نه هېواد سره د مينې سند اخستو ته حاجت نه لري٬چا چې د فشار باوجود پاكستان اتومي قوت جوړ كړې د هغه په ضد تورونه خفګانې دي۔

ډ قامي سلامتيا كمېټۍ د پاكستان د اړخه ممبئي بريدونو لپاره د بريد كوونكو لېږلو تور او د هغې غلط رپورټنګ غندنه كړې٬د پاكستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو په پالېسۍ به عمل كولې شي٬نواز شريف چې په كوم ايشوز خبره كړې په هغې په تېر وخت كښې جنرل رېټائر پروېز مشرف٬جنرل(ر)شجاع پاشا٬ جنرل دراني٬ عمران خان او رحمان ملك بيانونه هم وركړي ٬د انتهاخوښو او غېر رياستي عناصرو په اړه د يوې كرښې غلط رپورټنګ شوې٬نواز شريف دا نه وو وئېلې چا جې په ممبئي بريد كړې ؤ هغه پاكستانً لېږلي وو٬دا بې بنسټه او د حقائقو په ضد راپور دے٬كه پارلمان حقائقو له او مفاهمتي كمېشن جوړول غواړي نو مونږ په هغې اعتراض نه لرو۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 15 مئی 2018ء) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي نواز شريف د چا نه هېواد سره د مينې سند اخستلو ته حاجت نه لري٬چا چې د فشار باوجود پاكستان اتومي قوت جوړ كړې د هغه په ضد تورونه خفګانې دي۔ډ قامي سلامتيا كمېټۍ د پاكستان د اړخه ممبئي بريدونو لپاره د بريد كوونكو لېږلو تور او د هغې د غلط رپورټنګ غندنه كړې٬د پاكستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو په پالېسۍ به عمل كولې شي٬نواز شريف چې په كوم ايشوز خبره كړې په هغې په تېر وخت كښې جنرل رېټائر پروېز مشرف٬جنرل(ر)شجاع پاشا٬ جنرل دراني٬ عمران خان او رحمان ملك بيانونه هم شته٬د انتهاخوښو او غېر رياستي عناصرو په اړه د يوې كرښې غلط رپورټنګ شوې٬نواز شريف دا نه وو وئېلې چې چا په ممبئي بريد كړې و هغه پاكستانً لېږلي وو٬دا بې بنسټه او د حقائقو په ضد راپور دے٬كه پارلمان حقائق له او مفاهمتي كمېشن جوړول غواړي نو مونږ په هغې اعتراض نه لرو۔

د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د شاه محمود قرېشي٬شازيه مري٬صاحبزاده طارق الله او نورو د اړخه د محمد نواز شريف مركې په اړه د پورته كړو نكتو ځواب وركولو سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل تېرو ورځو راهيسې يوه مسئله پورته كړې كېږي چا چې په ايوان كښې وېناګانې كړي نو هغوي د نواز شريف هغه مركه لوستې هم نه ده٬كه هغوي دا مركه لوستې وې نو دا خبره به يې نه كوله۔

وزيراعظم ووئيل بايد غلط تورونه لګونكي وړاندې دا سوچ وكړي چې هغوي په هغه چا تورونه لګوي چا چې د پاكستان دفاع قوي كړې او فشار زغملو باوجود يې هېواد اتومي قوت جوړ كړې۔ده ووئيل د هند مېډيا چې د وزيراعظم په اړه كومه اېشو پورته كړې هغه د محمد نواز شريف د تفصيلي مركې يوه معمولي برخه وه۔د هند مېډيا د خپلو مقاصدو لپاره دغه د حقائق څخه لرې پېش كوې۔

ده ووئېل زمونږ بدقسمتي دا ده چې هند د خپلو مقاصدونو لپاره څھ كړي مونږ هم هغه خبرې كوو۔وزيراعظم ووئيل نواز شريف چې په كوم ايشوز خبره كړې په هغې په تېر وخت كښې جنرل رېټائر پروېز مشرف٬جنرل(ر)شجاع پاشا٬ جنرل دراني٬ عمران خان او رحمان ملك بيانونه هم شته٬ ده ووئېل د انتهاخوښو او غېر رياستي عناصرو په اړه د يوې جملې غلط رپورټنګ شوې٬ وزيراعظم ووئېل نواز شريف دا نه وو وئېلې چې چا په ممبئي بريد كړې و هغه پاكستان لېږلي وو٬دا بې بنسټه او د حقائقو په ضد راپور دے٬كه پارلمان په حقائقو او مفاهمتي كمېشن جوړول غواړي نو مونږ په هغې اعتراض نه لرو۔ده ووئيل د صورتحال په تناظر كښې د قامي سلامتيا غونډه رابللې شوې وه دغسې چې صورتحال څرګند شي بايد دې له كوم بل رنګ ورنه كړې شي۔