نړيوالې ورورولي له په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو خبر اخستل پكار دي او ھغوې په دې لړ كښې بايد خپل كردار ترسره كړي٬

كشمير كښې د هندي ځواكونو كاروائۍ د ټولې منطقې امن او سلامتيا لپاره خطر ګرځي٬ وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپل خطاب كښې د جنګ ټكې هم نه دې كارولې٬ مونږ دا ګڼو چې د جنګ ټكې كارول غېر ذمه واري ده٬ وزيراعظم عمومي سېكتر بان كی مون ته پھ كشميريانو د هندي ظلمونو په حقله عكسونه وښودل نو هغه په دې ظلمونو ليدلو وړدېدلو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي وئېلي دي نړيوالې ورورولي له په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو خبر اخستل پكار دي او ھغوې په دې لړ كښې بايد خپل كردار ترسره كړي٬ كشمير كښې د هندي ځواكونو كاروائۍ د ټولې منطقې امن او سلامتيا لپاره خطر ګرځي٬ وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپل خطاب كښې د جنګ ټكې هم نه دې كارولې٬ مونږ دا ګڼو چې د جنګ ټكې كارول غېر ذمه واري ده٬ وزيراعظم عمومي سېكتر بان كی مون ته پھ كشميريانو د هندي ظلمونو په حقله عكسونه وښودل نو هغه په دې ظلمونو ليدلو وړدېدلو۔

د زيارت په ورځ شخصي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپل خطاب كښې د جنګ ټكې هم نه دې كارولې٬مونږ دا ګڼو چې د جنګ ټكې كارول د غېر ذمه وارۍ څرګندونه ده خو دا ضروري ده چې د نړيوالو لارښودو سره د ملاقاتونو په مهال وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي چې په مقبوضه كشمير كښې دا وخت كوم صورتحال دے نو په هغې كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي۔

دې ووئېل د هند عسكرو پھ كشميريانو د ظلم انتها كړې او كوم ظلمونه چې هلته روان دي بايد نړيواله ورورولي نه يوازې د هغې نوټس واخلي بلكې د هغې منع كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ دې ووئېل وزيراعظم نړيوالو لارښودو ته وئېلي مونږ امن غواړو او د كشمير پشمول د ټولو مسئلو امن ناكه حل غواړو او دې لپاره وزيراعظم محمد نواز شريف د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د خپلې وېنا په مهال تجاويز هم وركړي۔

دې ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو سېكتر ته چې كوم دستاويزات وركړي په هغې كښې د هند د ظلمونو تفصيلات شته او كله چې وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته په كشميريانو د هند ظلمونو په حقله عكسونه وښودل نو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په دغه عكسونو ډېر غم جن شو۔ دې ووئيل مونږ په ښه ډول د كشمير مسئله رامخې ته كړې۔ د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل مقبوضه كشمير كښې حالات ورځ په ورځ خرابېږي او نړيوالې ورورولۍ په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په حقله د افسوس څرګندونه كړې۔

سفيرې ووئېل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون يو ځل بيا د پاكستان او هند ترمينځه د مصالحت وړاندېز هم كړې په كوم چې وزيراعظم خوښي څرګنده كړې۔ د يوې بلې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل د هند د اړخه د پاكستان يوازې كېدو ادعا بې بنسټه او نا سمه ده۔ وزيراعظم د تېرو 48 ساعتو په مهال د نړيوالو لارښودو سره په شويو ملاقاتونو كښې د هند دا ادعا بې بنسټه ګرځولې۔ دې ووئېل هند دا ډنډورې ځكه كوي چې وزيراعظم محمد نواز شريف په نيويارك كښې د ګڼو لارښودو سره ملاقاتونه كړي۔