وزيراعظم نواز شريف د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ښه ډول وړاندې كړې٬

وزيراعظم نواز شريف د كال 2014م نه د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كولو لپاره هڅې كوي۔ د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان

وزيراعظم نواز شريف د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ښه ډول وړاندې كړې٬ 
وزيراعظم نواز شريف د كال 2014م نه د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كولو لپاره هڅې كوي۔ د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22ستمبر 2016ء) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې وزيراعظم نواز شريف د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ښه ډول وړاندې كړې٬ وزيراعظم نواز شريف د كال 2014م نه د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كولو لپاره هڅې كوي۔ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكستان د كشميريانو اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلې او تل ئې د مظلوم كشميريانو لپاره غږ پورته كړے۔

د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اېران سره زمونږ اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔ ده ووئل چې افغانستان زمونږ ګاونډي هېواد دے او امن لپاره ئې حكومت هڅې كوي او په دې لړ كښې مهم اقدامات شوي دي۔ په افغانستان كښې مونږ كله هم مداخله نه ده كړې٬ اوسني حكومت د افغان سولې لپاره ډېرې هڅې كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې هم خپلې دفاع لپاره په ښه ډول تيار يو او په دې لړ كښې وزيراعظم د نيويارك څخه سرلښكر سره خبرې كړې دي۔