د فاټا پوهنتون سنډيكېټ اولني غونډه

د فاټا پوهنتون سنډيكېټ اولني غونډه

پېښور (پاکستان نیوزپوائنٹ 27اپریل 2018ء) د فاټا پوهنتون اېف آر كوهاټ سنډيكېټ غونډه د وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر محمد طاهر شاه په مشرۍ كښې وشوه كومه كښې چې د سنډيكېټ غړو په شمول د فاټا سېكرټرېټ اېډمنسټرېشن سېكتر ٬ د فاټا بېلو كالجونو پرنسپلانو او د پوهنتون اړوندو انتظامي او تدرېسي عملې ګډون وكړو۔ غونډه كښې د فاټا پوهنتون په بېلو انتظامي او مالياتي چارو بحث وكړې شو او د قاعدو او ضابطو ترمخه د دې منظوري وركړې شوه۔ د سنډيكېټ غړو پوهنتون كښې روانې تعليمي او تعميراتي هلې ځلې خوشبينه او د اطمينان وړ وګرځولې۔